لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل ځانمرگي بريد کې دساتونکو پشمول ٧کسان وژل شوي


 په کومه ودانۍ چې بريد شوې په هغې کې نيټو تو دموادو درسد دوه نړيوالې لوژيسټکي ادارې فعاله دي
په کومه ودانۍ چې بريد شوې په هغې کې نيټو تو دموادو درسد دوه نړيوالې لوژيسټکي ادارې فعاله دي
دافغانستان پلازمينه کابل کې دنهې په ورځ دنيټو ځواکونو ته دانتظامي خدماتو دورکوونکې يوې ادارې په ودانۍ ځانمرگي بريد شوى چې پکې دڅلورو نيپالي ساتونکو پشمول ٧ کسان وژل شوي دي.
په دغه بريد کې پينځوؤ ځانمرگيانو برخه اخستې وه اؤ دافغانستان دکورنو چارو وزارت وائي بريدکوونکو دبارودو څخه ډک يو ټرک چولى اؤ دامنيتي ځواکونو اؤ دهغوي ترمينځ ډزې هم شوي يد.
دبريد مسؤليت طالبانو په غاړه اخستى دى.
دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي وائي چې په وژل شوؤ کې څلور نيپالي ساتونکي ، يو افغان محافظ اؤ دوه اولسي وگړي وژل شوي اؤ پينځه کسان نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي نښته کې ټول بريدکوونکي هم وژل شوي دي.
صديق صديقي وويل چې دبريدکوونکو څخه يو دنيټو ځواکونو ته دسپلايۍ ورکوونکې ادارې دودانۍ په دروازه کې دبارودو نه ډک ټرک چولى اؤ څلورو ددننه تللو هڅه کړې ده.
دهغه وينا وه چې وروستو دغو بريدکوونکو دامنيتي ځواکونو سره تر څلورو ساعته نښته وکړه.
په کومه ودانۍ چې بريد شوې په هغې کې نيټو تو دموادو درسد دوه نړيوالې لوژيسټکي ادارې فعاله دي
تيره اوونۍ هم دکابل په محفوظه سيمه کې دصدارتي محل سره نزدې يوه چاؤدنه اؤ دډزو پيښه رامينځته شوې وه، چې پکې درې ساتونکي اؤ څلور بريدگر وژل شوي وؤ.
تيره مياشت په افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو دامنيت اؤ جنگي کارروائيو قيادت افغان پوځ ته سپارلى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG