لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نظر پوښتنه: افغانان د اینده په اړه نه دي خوشبینه


نظرپوښتنه ښايي د افغان صدر اشرف غني په مقبولیت کې اضافه شوې ده

نا امني، بې روزگاري او اداري فساد هغه عوامل دي چې افغانان یې د صدارتي انتخاباتو نه وړاندې د خپل اینده په اړه اندېښمن کړې دي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه افغانانو دا څرگندونې په یوې تازه نظرپوښتنې کې کړې دي.

رپورټ وايي د ایشیا فاونډیشن نومې ادارې په نظر پوښتنه یا سروی کې ٧٢.٥ فیصد گډون والو د اینده په اړه د ناامیدۍ سبب ناامني بللې ده. د ناامیدۍ په نورو علتونو کې اقتصاد، بې روزگاري، اداري فساد، خرابه حکومت داري او د اوبو او بجلۍ یا د برق کمی شامل وو.

رویټرز وايي په نظر پوښتنه کې د ١٥٠٠٠ تنانو رای اخېستل شوې ده او د کال ٢٠١٩ د اپریل په میاشت کې کېدونکو صدارتي انتخاباتو نه وړاندې په ولس کې د خفگان او د غیریقیني حالاتو څرگندونه کوي. سروی دا هم ښايي چې افغانان د طالبانو سره د مفاهمت په اړه هم څه ډیر پراعتماده نه دي.

نظر پوښتنه ښايي چې یوازې ٣٢.٨ فیصد افغانان دا گڼي چې هېواد یې په صحیح ډگر روان دی. رپورټ وايي تېر کال هم د دغه نظر لرونکو شمېره هم دغه وه.

رپورټ وايي په خلکو کې د اميد کچه د هېواد په بېلا بیلو برخو کې بدله وه. د سروی ترمخه، د اعتماد کچه په ختیځ کې د پښتنو د اکثریت په سیمو کې تر ټولو زیاته وه او په کابل، د هېواد په مرکزي او شمالي سیمو کې د خلکو اعتماد تر ټولو کم و. دا ورستۍ هغه سیمې دي چې زیاتره پکې د تاجک او د هزاره قامونو خلک اباد دي.

رویټرز د ملگرو ملتونو د شمېرو په اساس په خپل رپورټ کې وايي چې د سږ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ٢٧٩٨ ملکي تنان وژل شوي او ٥٢٥٢ نور زخمیان شوې دي. رپورټ وايي د تېر کال په مقابل کې دا شمېره کمه ده خو بیا هم دې خبرې ته اشاره کوي چې په افغانستان کې تشدد دوام لري.

رویټرز وايي که څه هم امریکې د طالبانو سره خبرې پېل کړې دي خو جنگ هم روان دي.

د سروی د گډون والو ٦١.۴ فيصد خلک په افغانستان کې د جمهوریت نه مطمئین دي او دا هم گڼي چې حکومت یې په ژوندې کې څه نه څه بهتري کړې ده.

نظرپوښتنه ښايي چې د کال ٢٠١٧ په مقابل کې دا وخت د صدر اشرف غني په مقبولیت کې اضافه شوې ده. د سروی ترمخه، په کال ٢٠١٧ کې د اشرف غني د مقبولیت کچه شپږپنځوس اشاریه دوه وه خو دا شرح یوکم شپیته اشاریه شپږ فیصد ده.

رپورټ وايي داسې ښکاري چې اشرف غني به د اپریل په ٢٠ نېټه کېودنکو انتخاباتو کې بیا هم امیدوار وي.

نظرپوښتنه ښايي چې د افغانانو اکثریت، ٥٣.٥ فیصد، دا گڼي چې د طالبانو سره مفاهمت ممکن دي.

XS
SM
MD
LG