لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو په حملو کې ٢٧ افغان عسکر او د ٢٠ نه زیات حمله کونکي شوي


د افغانستان په مختلفو برخو کې طالبانو د افغان پولیس او پوځ په پوسټونو یو شمېر حملې کړي دي او افغان چارواکو ویلي په بریدونو کې ٢٧ امنیتي عسکر او د ٢٠ نه زیات طالبان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د تشدد د تازه پېښو په اړه د اېسوسي ایټډ پرېس خبري اداره وايي د طالبانو حملې او پکې په لویه شمېره کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات په هېواد کې د امن پرځای کولو په لړ کې د افغان قواؤ مشکلات په ډاگه کوي.

ای پي وايي نېټو او امریکايي ځواکونو په کال ٢٠١۴ کې جنگي فعالیتونه ختم کړي دي او افغان امنیتي ځواکونه په خپل سر د طالبانو او د داعش مخه نیولو کې د مشکلاتو سره مخامخ دي.

طالبانو ورستۍ حملې په فراه، بادغیس او بغلان ولایتونو کې کړي دي.

په فراه کې د اتوار، یک شنبې، په ورځ په پولیس او پوځ د طالبانو په حملو کې ١٧ امنیتي عسکر ووژل شو. دا خبره د فراه د ولایتي شورا مشر فرید بختور کړې ده.

په بادغیس کې د امنیتي ځواکونو پنځه افسران ووژل شو. جمشید شهابي، د ولایت د والي ترجمان، وویل د افغان ځواکونو په جوابي ډزو کې ٢٢ طالبان ووژل شو او ١٦ نور زخمیان شول.

اي پي وايي په بلخ کې طالبانو د افغان پوځ او پولیس په مشترکه پوسټ حمله وکړه چې پکې درې د پوځ او دوه د پولیس افسران ووژل شو. بلخ د پولیس مشر جنرل اکرام الدین سریح په جوابي ډزو کې لږ تر لږه ٢٠ طالبان ژوبل او وژل شوې دي.

د طالبانو ترجمان قاري یوسف احمدي په فراه بادغیس کې د حملو ذمه واري منلې ده. ای پي وايي دغو دریو واړ ولایتونو کې طالبان شتون لري.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG