د افغانستان طالب وسلوالو په هلمند ولایت کې غیر حکومتي مواصلاتي کمپنۍ په زور تړلې دي چې له امله یې ځايي خلک وايي د دوی موبایل ټېلې فونونه د تېرو پنځو ورځو راهېسې بند دي.
د هلمند ولایت د مواصلاتوریئس امیدالله ظهیر وي او ای ته وویل "طالبان گڼي چې حکومت د مواصلاتو شخصي کمپنۍ د پوځي او استخباراتي عملیاتو دپاره استعمالوي."
ښاغلي ظهیر وویل په یو خط کې طالبانود مواصلاتو کمپنو ته د کار ودرولو خرداری وکړو.
ویل کیږي چې طالبانو په هلمند کې د مواصلاتو ١٢٠ برجونه هم په زور بند کړې دي.
افغان مامورینو ویلي د طالبانو د اقدام په وجه به د افغان امنیتي ځواکونو په مواصلاتو څه اثر ونشي ځکه چې دوی خپل نظام کاروي او شخصي کمپنو ته اړتیا نه لري.
په ورستیو ورځو کې افغان پوځ د طالبانو خلاف "نصرت" نومې عملیات پېل کړې دي.
د هلمند نه علاوه طالبانو په ارزگان او زابل ولایتونو کې هم په موبایل کمپنو بندیزونه لگولي چې له امله یې هلته یوازې د څو گنټو دپاره موبایلونه کار کوي.
شخصي کمپنو د طالبانو د اقدام په اړه څه دریځ نه دی څرگند کړی.