لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان پوځ وايي د طالبانو د گمرکاتو یا کسټمز یو مرکز یې تباه کړی


چارواکې وايي طالبان د نشۍ توکیو کې قاچاق نه هم مالي گټې ترلاسه کوي

د افغانستان پوځ ویلي د هېواد په فراه ولایت کې د عملیات په مهال یې د طالبانو د گمرکاتو یو مرکز یې تباه کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ترجمان فواد امن وي او ای ته د گل، دوشنبې، په ورځ وویل طالبانو به په فراه کې د گمرکاتو دغه مرکز نه هره ورځ ٣٨٠٠٠ ډالر امدن ترلاسه کولو.

افغان امنیتي ځواکونو په کال ٢٠١٩ کې په فراه کې د طالبانو خلاف د "بختور" نومې عملیات پېل کړې دي چې سیمه د وسله والو نه خالي کړي.

امنیتي ځواکونو په سیمه کې د طالبانو د نشۍ توکو کارخانې هم په هدف کړې دي.

افغان پوځي مامورین وايي طالبانو په هرات، غور، نیمروز او په نورو ولایتونو کې هم د گمرکاتو یا کسټمز مرکزونه جوړ کړي دي.

د وي او ای د انگریزۍ څانگې رپورټ وايي په هغو لرې پرتو سیمو کې چې د افغان حکومت د واک لاندې نه دي طالبانو پکې خپل سخت دریځه عدالتي نظام پرځای کړی دی.

امنیتي چارواکي وايي د گمرکاتو دلارې راټولې شوي پېسې طالبان په وسله اخیستلو مصروفوي چې دا رنگ د افغان امنیتي ځواکونو خلاف د جنگېدو خپل صلاحیتونه زیات کړي.

د فاع وزارت ترجمان فواد امن وویل نه یوازې د طالبانو د گمرکاتو مرکزونه به تباه کوي بلکې د طالبانو هغه چېک پوسټونه به لمنځه وړي چې طالبان پرې د خلکو نه په زور پېسې اخلي یا شوکې کوي.

XS
SM
MD
LG