لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برق په برج طالبانو د حملې له امله پنځو ولایتونو او کابل ته د بجلۍ رسید ځنډیدلی و


طالبانو په شمالي افغانستان کې د بجلۍ (برق) یو لوې برخ تباه کړی دی چې په نتیجه کې د کابل د ځینو برخو په شمول پنځو ولایتونو ته د توانايي رسد ځیډېلی و.

طالبانو د بجلې په برج حمله د گل، دوشنبې، په ورځ د لمر خاته وړاندې په بغلان ولایت کې وکړه چې له امله یې په پراخه کچې سیمې په تیاره کې وغورځېدې.

د پایتخت کابل گڼ شمېر برخو کې د دفترونو، کاروبارونو او کورو بجلي قطع شوه او خلکو جنریټرې چالان کړې.

د بغلان والي عبدالحۍ نعمتي وی او ای ته وویل د برج د مرمت کار پیل کړی شوی دی.

افغانستان د پنځه شمالي ولایتونو د استعمال دپاره ٣٠٠ مېگا واټ بجلي د تاجکستان او ازبکستان نه واردوي.

د حکومتي کمپنۍ, د افغانستان بریښنه شرکت, وي او ای ته وویل په برق د طالبانو د حملې دلاسه کابل، پروان، میدان وردک، غزني او ننگرهار ولایتونو کې د توانايي رسد ځنډولی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG