لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په فراه ولایت کې د طالبانو د تشدد د لاسه گڼ شمیر خلک بې کوره شوي دي


یو چارواکي ویلي په فراه کې د امنیتي ځواکونو د کمي په وجه طالبان په پرمختگ کې کامیاب شوې دي
یو چارواکي ویلي په فراه کې د امنیتي ځواکونو د کمي په وجه طالبان په پرمختگ کې کامیاب شوې دي

د افغانستان په مغربي فراه ولایت کې د طالبانو د تشدد له امله په گڼه شمیره کې خلک نورو سیمو ته په کډه مجبور شوي دي.

بې کوره شوي خلک وايي طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو گڼ شمیر چېک پوسټونه نیولې دي، هر ورځ افغان عسکر وژني او ولایت ړنگیدو ته نژدې شوی دی.

د فراه یو اوسیدونکی، نورالله، چې هرات ولایت ته کډه کړې وايي په فراه کې د جگړې له امله د ماشومانو په گډون گڼ شمیر خلک زخمیان شوي دي.

تیره هفته په سلگونو خلکو په فراه کې یوه مظاهره وکړه او د مقامي امنیتي چارواکو د خپلو څوکو نه د لرې کولو غوښتنه یې وکړه.

د ولایتي شورا غړو په پولیس الزام لگولی چې د جنورۍ د میاشت په ٢۴ مه نېټه شوي احتجاج په مهال یې په مظاهره چنیانو ډزې کړي او اووه ملکي کسان یې زخمیان کړې دي. حکومتي چارواکو دغه خبره رد کړې ده.

د اړې گړي او د احتجاجونو په ترڅ کې د ولایت والي یا گورنر محمد عارف شاه جهان د خپلې څوکۍ نه استعفا ورکړې ده. هغه وویل په ولایت کې د یوالي په خاطر یې دغه گام اخیستی دی.

د والي د امستعفي کیدو ورسته، حکومت نوی والی او د ولایت د پولیس نوی مشر یې ټاکلی دی او هلته یې اضافي امنیتي ځواکونه لیږلې دي.

یو چارواکي ویلي په فراه کې د امنیتي ځواکونو د کمي په وجه طالبان په پرمختگ کې کامیاب شوې دي.

د فراه د پولیس مشر جنرل معروف فولاد ویلي په ولایت کې ٦٠٠٠ طالبان فعاله دي.

د فراه نوي ټاکل شوي والي یا گورنر عبدالصیر سالانگي وي او ای ته ویلي په ولایت کې د امن او طالبان په شا تمبولو دپاره کوټلي منصوبه لري او زر به عملیات پیل کړي.

د فراه چارواکي دعوه کوی چې طالبان د روس، پاکستان او ایران جوړه جدیده وسله لري. د ولایت پخواني والي محمد عارف شاه جهان ویلي د نورې وسلې سره سره یې د طالبانو نه د روس جوړ ښیښ یو ټوپک هم نیولی چې جدیده ټیکنالوجي یې لرله.

افغان چارواکو ددې نه وړاندې هم د طالبانو په لاسو کې د جدیدې وسلې په اړه تشویش څرگند کړی دی چې د نورې ټیکنالوجۍ سره د شپې په تیاره کې کتونکي الات هم ورسره دي.

روس، پاکستان او ایران طالبانو سره د کومک خبرې ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG