لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ناامنۍ د قابو کولو په کوشش کې طالبانو ولایتونو ته نوي چارواکي وټاکل


افغانستان کې د طالبانو واک اختیار ته رسېدو سره هم، امن ندی راغلی او د ناامنۍ پېښې لیدل کیږي
افغانستان کې د طالبانو واک اختیار ته رسېدو سره هم، امن ندی راغلی او د ناامنۍ پېښې لیدل کیږي

په افغانستان کې طالبانو د اتوار/یکشنبې په ورځ، خپل د ډلې څلورڅلوېښت (۴۴) کسان په ولایتونو کې مهمو عهدو ته وټاکل چې په هغو کې د ولایتونو والیان (ګورنران) او امنیه قوماندانان (د پولیسو مشران) هم شامل دي.

په داسې وخت کې چې افغانستان کې د امن او اقتصاد له اړخه مشکلات په زیاتېدو دي او خلک یې اندېښمن کړي دي، د طالبانو دا نوې ټاکنې او تغیرات د دوی په حکومتدارۍ کې یو اهم بدلون ګڼل کیږي. په سټمبر میاشت کې چې طالبانو خپله نګران کابینه اعلانه کړه، تر اوسه یې په دومره زیاته اندازه تقرریانې نه وې کړې.

طالبانو د خپلو کسانو د تازه عهدو یو لېست خپور کړ چې په هغه کې د کابل ولایت ګورنرۍ ته قاري بریال، او د کابل د پولیسو مشرۍ ته ولي جان حمزه ټاکل شوي دي. تر دې وړاندې د طالبانو په حکومت کې د کابل د امن عهده دار مولوي حمدالله مخلص و چې هغه په همدې میاشت کې د سردار داوود خان روغتون باندې د داعش ډلې په برید کې ووژل شو.

طالبان په افغانستان کې د اګسټ په پنځلسمه واک اختیار ته ورسېدل او د هغه وخت راهیسي، د لسیزو جګړو ځپل شوي افغانستان کې، د نظم او امن په ټینګولو کې له سختو مشکلاتو سره مخامخ پاته دي.

داعش ډلې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې څو څو حملې ترسره کړي دي، او د بلې خوا د ملک اقتصاد هم سخت په بحران کې ډوب شوی دی.

د ننګرهار ولایت له مرکز جلال اباد څخه راپورونه وايي چې هلته دوې پرلپسې چاودنې شوي دي. دا چاودنې د اتوار/یکشنبې په ورځ د ښار په دویمه امنیتي حوزه کې شوې دي. یو عیني شاهد چې ویې نه غوښتل نوم یې یاد شي، امریکا غږ ته وویل چې په دغو چاودنو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي‌ دي.

هغه وویل چې چاودنې د سړک غاړې د ځای په ځای شویو ماینونو له کبله وشوي. د طالبانو د حکومت چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې دمه کومې ډلې د دغو چاودنو ذمه واري نه ده منلې او نه هم معلومه ده چې هدف یې څه و.

ځينو ځایي رسنیو راپور ورکړی دی چې درې جسدونه روغتون ته انتقال کړل شوي دي. ویل کیږي چې له دغو چاودنو وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي. په افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د داعش-خراسان ډلې بریدونه زیات شوي دي. د دغې ډلې په بریدونو کې تر دې دمه لسګونه وسله وال طالبان او ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

بل پلو د افغانستان د اقتصاد په ځپل کېدو سره، خلکو ته سختې ستونزې پیدا شوي او په میلینونه کسان د لوږې له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.

د کندهارښار په میرویس روغتون کې بسترونه له هغو ماشومانو ډک دي چې په خوارځواکۍ (سو تغذیې/غذائیت) اخته دي. ځینې دومره کمزوره شوي چې د بدن هډوکي یې له پوستکي لاندې ښکاري.

د دغه روغتون د ماشومانو د څانګې مشر ډاکټر محمد صادق د سکای ایټالیا ټلویزیوني شبکې ته وویل د اکټوبر په میاشت کې د تیرو نورو میاشتو په نسبت په روغتون کې د خوارځواکۍ له امله د بستر شویو ماشومانو شمیر دوه چنده شوی دی.

بل اړخ ته طالبانو ویلي چې د خوراک نړېوال تنظیم (ډبلیو اېف پي) مشر ډېوېډ بېزلي په کابل کې د طالبانو له نایب وزیراعظم سره کتلي او څرګنده کړې یې ده چې ډبلیو اېف پي د فوري بحران د مخنیوي دپاره، په یو داسې میکانیزم کار کوي چې هغه کې غریبو خلکو ته د کارکولو په بدل کې خوراکي مواد او نغده پیسې ورکړل شي.

په نړېواله کچه طالبانو نه غوښتل کیږي چې د افغانستان له نورو سیاسي اړخونو سره خبرې اترې وکړي او یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي چې په هغه کې ښځې او اقلیتونه هم شامل وي، خو تر دې دمه پورې په دې اړه کوم مهم پرمختګ ندی لیدل شوی.

په دې رپوټ کې د وي او اې افغان سروس له خبرونو هم کار اخېستل شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG