لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بین الافغاني مذاکراتو اولنۍ ناسته به چېرته وي؟ ځای وټاکل شو


د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرې هم د قطر په سرښار دوحه کې شوې وې

د افغانستان حکومت او د طالبانو ډلې په دې اتفاق کړی چې د بین الافغاني مذاکراتو د اولنۍ ناستې ځای به د قطر سرښار دوحه وي. دا خبره دواړو اړخونو د اتوار/یکشنبې په ورځ وکړه.

د کلونو جگړې وروسته، دا به لومړی ځل وي چې طالبان او د سیاسي ډلو په شمول افغان حکومت په لوړه کچه مخامخ د سولې خبرو ته سره کیني.

تر اوسه د دې ناستې دپاره کومه نېټه نه ده اعلان شوې، خو داسې ښکاري چې اول به دواړه اړخونه د بندیانو د خوشې کولو په سر اختلافات حل کړي. حکومت تر اوسه شاوخوا درې زره طالب بندیان له زندانونو خوشې کړي دي خو طالبان ټینګار لري چې څو د خوشې شویو طالبانو شمېر پنځه زرو ته ونه رسیږي، دوی به مذاکرې ته حاضر نشي.

افغان حکومت ژمنه کړې چې ډېر ژر به دوه زره نور طالبان هم له زندانونو خوشې کړي، او دا کار ممکن د همدې هفتې تر پایه وشي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د رائټرز خبري اېجنسۍ ته ویلي: "د بین الافغاني مذاکراتو اوله ناسته به په دوحه کې وي." شاهین زیاته کړې ده چې کله د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر پنځه زرو ته ورسیږي، نو طالبان به په یوه هفته کې مذاکراتو ته حاضر شي.

د فرورۍ په پای کې طالبانو له امریکا سره په دوحه کې یوه لوظنامه لاسلیک کړه چې له مخې یې، تمه کېده پنځه زره طالبان د افغانستان له زندانونو څخه آزاد شي. دا کار وځنډېد ځکه افغان حکومت ونه غوښتل چې ټول پنځه زره طالبان په یو ځل، به غیر د کوم شرط خوشې کړي.

صدر محمد اشرف غني ټینګار کاوه چې دا طالبان به په تدریج خوشې کیږي او په بدل کې به یې طالبان تشدد کموي او د سولې خبرو ته به حاضریږي.

بل پلو یو افغان چارواکي رائټرز ته ویلي چې د افغانستان حکومت د بین الافغاني خبرو ژر تر ژره پېلېدل غواړي، مګر د یو څو سوه جګپوړه طالبانو په خوشې کولو کې ورسره څه مسئله شته. دغه چارواکي زیاته کړې چې حکومت طالبانو ته ویلي چې د دغو کسانو په ځای به نور کسان ورخوشې کړي، او طالبانو ته یې یو بل لېست ورکړی دی.

د افغان ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناستې دپاره په دوحه باندې اتفاق شوی دی، مګر زیاته کړې یې ده چې د دې مذاکراتو دپاره په کوم دایمي ځای اتفاق ندی شوی.

XS
SM
MD
LG