لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو کابل کې د امریکایي بکتربند ګاډو سره پوځي پرېډ جوړ کړ


د طالبانو ځواکونو د اتوار/یکشنبې په ورځ په سرښار کابل کې يو پوځي پرېډ تر سره کړ چې هغه کې یې قبضه شوې امریکایي بکتربند گاډي او روسي هلیکاپټرې نندارې ته کېښودې او کوشش یې وکړ د خپل قوت په نمایش، نړېوالو ته څرګنده کړي چې هغوی اوس کومه یاغي ډله نده بلکې یو آماده منظم فوج لري.

طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د یوې یاغي ډلې په حیث عمل کاوه، خو چې کله د اګسټ میاشت کې د افغانستان حکومت ړنګ شو، نو طالبانو ته د وسلو او پوځي ګاډو ډېرې غټې زېرمې لاس ته ولوېدلې او دا موقع یې ورته برابره کړه چې دوی خپل جنګیالي د یو فوج په توګه سمبال کړي.

د طالبانو په حکومت کې د دفاع وزارت عهده، د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر زوی، ملا یعقوب مجاهد ته سپارل شوې ده. هغه تېره هفته د پوځ د قول اردوګانو (کورپس) نومونه چې پخوا پښتو یا پاړسي و، ټول بدل کړل او داسې عربي نومونه یې ورباندې کېښودل چې مذهبي رنګ لري.

د طالبانو د دفاع وزارت ترجمان عنایت الله کاظمي وویل، د اتوار/یکشنبې ورځې پرېډ د هغو دوه نیم سوه (۲۵۰) عسکرو په ویاړ جوړ شوی و چې تازه د پوځي تعلیم نه فارغ شوي دي.

په دې پوځي پرېډ کې امریکا کې جوړ شوي لسګونه اېم-۱۱۷ ډوله بکتربند امنیتي ګاډي د کابل ښار په یو لوی روډ باندې په کراره ښکته او پورته ولاړل او همدا راز روس کې جوړې شوې اېم آی-۱۷ هلیکاپټرې یې هم په سر باندې ګرځېدلې. په پرېډ کې شاملو اکثرو عسکرو سره امریکایي اېم-فور ټوپکې وې.

اکثره پوځي ګاډي او وسلې چې طالبان یې اوس استعمالوي، هغه وسلې او ګاډي دي چې امریکاییانو د افغانستان پخواني حکومت ته ورکړې وې، په دې هیله چې د طالبانو خلاف وجنګیږي. د افغانستان د حکومت ځواکونه د اګسټ په میاشت کې خواره واره شول، صدر اشرف غني له افغانستانه وتښتېد او د امریکاییانو له اړخه افغان حکومتي ځواکونو ته ورکړل شوې وسلې او ګاډي ټول طالبانو ته پاته شول.

طالب چارواکو ویلي چې د افغانستان د پخواني ملي (قامي) پوځ پایلټان، مکېنېکان، او نور ماهرین به په یو نوي پوځ کې شامل کړی شي، هغه پوځ کې چې عسکر یې طالبان دي خو ماډرنې جامې یې اوس د پوځیانو په تن کړي دي.

د افغانستان د بیارغوني دپاره د امریکا خاصې څارګرې ادارې (سیګر) د ۲۰۲۰ کال په آخرو کې پخپل یو رپوټ کې ویلي و چې د ۲۰۰۲ نه واخله تر ۲۰۱۷ کاله پورې، امریکا د اته ویشت (۲۸) بلینه ډالرو نه زیات قیمت باندې پوځي خدمات او وسایل، چې پکې وسلې، ګوله بارود، ګاډي، شوبینه آلې، جهازونه، او څارګر یا سروېلانس سیسټمونه شامل و، افغان حکومت ته امداد کړی و.

د طالبانو په راتګ سره، د پخواني افغان پوځ پایلټانو یو شمیر پوځي جهازونه تاجکستان او ازبکستان ملکونو ته وتښتولې، خو ځینې نور جهازونه/هلیکاپټرې د طالبانو لاس ته ورغلې چې تر اوسه معلومه نده د هغو نه څومره یې کولی شي فعالیت وکړي.

کله چې امریکایي عسکر د کابل نه وتل، نو د کابل ائيرپورټ نه د تللو مخکې یې په هغه ځای کې موجود څه باندې اویا (۷۰) جهازونه، لسګونه بکتربند ګاډي او د فضایي دفاع سیسټم یې ټول وران کړل.

بل اړخ ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دوه ورځې مخکې ویلي و افغانستان نور ستر پوځ ته اړتیا نلري او د مخکېني حکومت پوځیانو او عسکرو ته به په خپلو لیکو کې ځای ورنکړي.

متقي دا څرګندونې د جمعې په ورځ د پاکستان د ستراتیجیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې وکړې. هغه وویل، "کوم پوځ چې بهرنۍ مداخلې جوړ کړی و، په دومره ډیر شمیر ورته نور ضرورت نشته.

ویل کېدل چې د افغانستان مخکېني حکومت ټولټال شاوخوا درې لاکه (۳۰۰۰۰۰) عسکر (پولیس او فوجیان) درلودل، خو د خزانې پخواني وزیر خالد پاینده په دې وروستو کې ویلي چې دا شمېره ډېره زیاته ښودل شوې وه او په حقیقت کې د حکومت د فعاله عسکرو شمېر تر دې ډېر لږ و.

د دې رپوټ ډېره برخه د رائټرز خبري ادارې نه اخیستل شوې ده.

XS
SM
MD
LG