لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په لوظنامې کار روان دی چې د یوه خاوره یې هم د بل په ضد استعمال نشي - خلیلزاد


د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وایي چې په افغانستان کې د تشدد کچه په نه قبلېدونکي ډول جګه ده او که د سولې عمل ناکامه شي، نو افغانان به اغېزمن شي.

خلیلزاد چې د نهې/سې شنبې په ورځ یې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د امریکا د کانګرس په یوې اورېدنې کې خبرې کولې، وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې د عمل ملاتړ کړی دی او د دوو هېوادونو ترمنځ په یوې لوظنامې هم کار روان دی چې له مخې یې د دې دوو هېوادونو خاوره یو د بل په ضد نشي استعمالېدی، خو هغه په پاکستان کې د ترهګرو د پټو مرکزونو په اړه چې د امریکا ګټو ته به څه خطره جوړه کړی شي، په واضحه توګه څه ونه ویل.

خلیلزاد پخپلې وینا کې زیاته کړه چې امریکا به د افغانستان په هر ډول شرایطو کې، د خپلو ګټو ساتنه وکړي او دا اجازت به ورنکړي چې په افغانستان کې د ۱۹۹۰ کلونو حالات بیا تکرار شي.

خلیلزاد د کانګرس غړو ته چې له هغه یې د افغانستان د حالاتو او د سولې د پروسې په اړه پوښتنې کولې، وویل چې د هغه په باور، طالبانو مثبت ګامونه اخیستي دي او له القاعده سره یې خپل تعلقات بند کړي دي، خو تر اوسه یې پر خپلو ټولو وعدو عمل ندی کړی.

د امریکا خاص استازي پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې په دوحه کې افغان اړخونه پخپل منځ کې خبرو ته ناست دي او د خبرو مشري هم پخپله د افغانانو په لاس کې ده، مګر د هغوی فیصلې به د افغانستان سره د امریکا په آینده مرستو اثر واچوي.

یاده دې وي چې په قطر کې بین الافغاني مذاکرات قریب لس ورځې مخکې پرانېستل شول، مګر تر اوسه مذاکرات په عملي توګه ندي پیل شوي او دواړه اړخونه یوازې د مذاکراتو په اجنډا، ضوابطو، او نورو مقدماتي جزییاتو به بحث لګیا دي.

د امریکا د استازو اېوان د کورني امنیت د څار کمیټې په دې غونډه کې د امریکا د دفاع وزارت یو مرستیال، ډېوېډ هېلوي هم ګډون کړی و او د کانګرس غړو ته یې وویل چې پنټاګان پخپل احتمالي پلانونو کار کوي چې که حالات د منلو وړ وي، د ۲۰۲۱ کال تر مئې میاشتې پورې ټول امریکایي عسکر له افغانستانه راوباسي.

بل اړخ ته خلیلزاد ټینګار وکړ چې که چېرته حالات د منلو وړ نه وي او هغه څه لاس ته رانشي چې تمه یې ده، بیا نو امریکا په افغانستان کې پاته کېدلی شي.

د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې

د کانګرس د استازو مجلس د داخلي امنیت د څار کمیټې په اورېدنې کې د افغان ښځو د حقونو مسایل هم راپورته شول او ورباندې مهمې خبرې وشوې.

د یادې کمیټې مشر، سټېفن لېنچ وویل، "مونږ نه غواړو چې د بې احتیاطۍ له مخې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې له لاسه ووځي."

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د پارلېمان یو شمېر غړو د امریکا کانګرس ته یو خط هم لېږلی او ورته یې ویلي چې امریکا دې د افغان ښځو د حقونو دفاع وکړي. لېنچ زیاته کړه چې "د طالبانو سره په جوړجاړي کې باید د افغانستان د ټولو ښځو او نارینه و حقونه وساتل شي؛ باید سکولونو ته د نجونو د تګ مخه ونه نیول شي."

د افغانستان د پاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد پخپل وار سره ډاډ ورکړ چې، "بشري حقونه، د ښځو حقونه، د لږکیو حقونه، د ماشومانو او د افغانستان د ټولو اوسیدونکو حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د امریکا متحده ایالاتو ته لوړ اهمیت لري. زه غواړم د افغانستان ښځو ته ووایم چې مونږ به له هغوی سره مل واوسو."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG