لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېټو مشر: له افغانستان نه په وتلو او نه وتلو، دواړو کې خطره شته


د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټولټنبرګ
د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټولټنبرګ

د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټولټنبرګ وایي په افغانستان کې د کامیابۍ کوم ضمانت نشته. سټولټنبرګ د جرمني له ډي پي اې خبري ادارې سره په مرکه کې ویلي چې که د افغانستان نه امریکایي قواوې ووځي او که هلته پاته شي، په دواړو صورتو کې یوه خطره شته.

د نېټو سېکرېټري جنرل په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د امن خبرو ته په اشارې سره ویلي چې د دې خبرو د کامیابه کېدو کوم ضمانت نشته، مګر دا یوازېنۍ لاره ده او نېټو یې ملاتړ کوي.

سټولټنبرګ زیاته کړې، "که هره فېصله وکړو، یوه خطره ورسره شته. که د وتلو فېصله وکړو، خطره یې دا ده چې مونږ به هغه لاس ته راوړنې بېرته له لاسه ورکړو کومې چې د نړېوالې ترهګرۍ په ضد جګړې کې مو حاصلې کړي او افغانستان مو د تروریستانو د ځالې جوړېدو نه بچ کړی. که مونږ پاته شو، بیا نو معلومداره چې خطره یې په جنګ کې تېزي او تشدد کې تېزي ده، او بله دا چې مونږ به په افغانستان کې په یو اوږده جنګ کې ښکېل پاته یو."

افغان حکومت تر اوسه د نېټو د مشر دې څرګندونو ته کوم غبرګون ندی ښودلی.

بل اړخ ته د بین الافغاني مذاکراتو دپاره د ریاستي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي چې په دوحه کې به له طالبانو سره د مذاکراتو په تازه پړاو کې د امنیت او ډزبندۍ په موضوعاتو باندې ټینګار وکړي.

دا خبرې به شپږ ورځې پس د قطر په سرښار دوحه کې بیا پیل شي.

په افغانستان کې د نېټو ځواکونو ملکي استازی سټیفانو پونټیکورو دوه میاشتې وړاندې ویلي و چې، په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي ډلې د خبرو لپاره ډېر ښه نیت لري، خو وایي طالبان یو څه سخت دي چې وجه یې په خبرو کې وروستی ځنډ دی.

د نېټو ځانګړی استازی سټیفانو پونټیکورو زیاته کړې وه، د طالبانو له خوا د تشدد زیاتوالی د سولې له خبرو او له امریکا سره له کړي تړون سره په تضاد کې دی. د هغه په باور، په افغانستان کې د تشدد کچه بېخي لوړه شوې ده چې باید په هر حال کې را ټیټه شي:

"هره ورځ افغانانو په چاودنو او بریدونو کې وژل کېږي، تشدد باید را کم شي‌ ځکه دا دومره زیات شوی چې په تېرو لسو کلونو کې نه دی لیدل شوی".

یاده دې وي چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې د تشدد پېښې هم خورا زیاتې شوي او هدفي وژنو هم زور اخیستی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG