لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د طالبانو او امریکاییانو ترمنځ په خبرو کې مهم پرمختگونه شوي ـ سرچینې


په قطر کې د افغان طالبانو او د امریکا د استازي ترمنځ د سولې په خبرو کې، د پرمختگ نښې نښانې لیدل شوي دي.

د والسټریټ جرنال د راپور پر اساس، په دغو خبرو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو، او د نورو پر ضد د افغان خاورې د نه استعمالو په اړه، موافقې شوې دي. خو لا یوه اړخ هم دا راپور نه دی تایید کړی.

د مذاکراتو وروستی دور د دوشنبې یا گل په ورځ پیل شو چې د امریکا لخوا د زلمي خلیلزاد په مشرۍ ټیم، او همدا شان د قطر او پاکستان استازي هم شامل و. د دې دورې مذاکراتو پر څلورمه، یعنې د پنجشنبې یا زیارت په ورځ یوې معتبرې سرچینې وي او اې ته وویل چې امریکا او طالبانو پر دوو مهمو ټکو باندې یوې پرېکړې ته د رسیدو په لاره زیات پرمختگ کړی دی.

طالبانو ویلي و چې استازي به یې له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو مهالویش غواړي او طالبان به دا یقین ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه امریکا یا بل هیواد ته خطر پیښ نشي.

تر اوسه په قطر کې د شویو خبرو په اړه، نه خو امریکا او نه هم طالبانو په رسمي ډول مطبوعاتو ته څه جزییات ورکړي دي. خو نړېوالې رسنۍ د سرچینو له قوله وایي چې امریکایي لوري په خبرو کې زیات ټینگار پر دې ټکي کړی چې طالبان باید له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کښیني او طالبان غواړي چې امریکا دې د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړي.

سرچینې زیاتوي چې طالبان له امریکا څخه دا غوښتنه هم لري چې د هغوی د مشرانو نومونه باید د تور نوملړ څخه وایستل شي. خو په دغه اړوند دواړه خواوې لا کومې غوڅې پرېکړې ته نه دي رسیدلي.

د قطر د سولې په خبرو کې د امریکايي ډلې مشري، په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکا خاص استازی، زلمی خلیلزاد کوي. هغه تیر ځل د طالبانو سره له خبرو وروسته، هیله ښودلې وه چې د سولې په خبرو کې به پرمختگ وشي.

طالبانو د پنجشنبې/زیارت په ورځ یوې خبرپاڼې کې ویلي چې ملا برادر یې له امریکایي لوري سره د روانو سیاسي خبرو د ځواکمنتیا په موخه ټاکلی دی.

په همدې حال کې، طالبانو اعلان وکړ چې د خپلې ډلې یو مخکښ غړی، ملا عبدالغني برادر یې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر نوی مشر ټاکلی دی.

ملا عبدالغني برادر د طالبانو یو با رسوخه قوماندان بلل کیده چې په ٢٠١٠ کال کې په کراچي ښار کې د پاکستان د امنیتي ادارو لخوا ونیول شو. هغه د ٢٠١٨ کال په اکټوبر کې له بند څخه خلاص شو.

XS
SM
MD
LG