لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د صدر غني نوې فیصله یو ښه ګام بللی دی


طالبانو ویلي چې د افغان حکومت لخوا د دوی د ۲۰۰۰ بندیانو د آزادېدو اعلان، "یو ښه ګام" دی، او طالبان هم ژمن دي چې د حکومت بندیان به آزادوي.

طالبانو دا خبره د ولسمشر غني د نوې فېصلې په غبرګون کې کړې ده. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اتوار یا یکشنبې په ورځ د اختر په اوله ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو د ډزبندۍ د اعلان په جواب کې د ښه نیت ښودلو په مقصد یې د دوه زره طالب قیدیانو د آزادېدو امر کړی دی.

د دې نه علاوه، ولسمشر غني ټولو حکومتي قواوو ته امر کړی چې د اختر په درېیو ورځو کې دې په طالبانو باندې حملې نه کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یو ټویټ کې د ولسمشر غني د دې فیصلې په غبرګون کې، هغه یو ښه ګام وباله او زیاته یې کړه چې طالبان هم له خپل اړخه د بندیانو خلاصون ته متعهد یا ژمن دي. خو هغه ندي ویلي چې طالبان به څومره قیدیان آزادی کړي.

د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کېدل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر لوظنامې یوه اهمه برخه ګڼل کیږي، مګر افغان حکومت تر اوسه شاوخوا یو نیم زر طالب بندیان خوشې کړي دي. افغان حکومت وایي، پنځه زره طالبان په یو وار نشي خوشې کولای، او خلاصون به یې په تدریج وي، او په دې شرط چې د طالبانو په تشدد کې کمی راشي.

اوس چې طالبانو د اختر درې ورځې ډزبندي اعلانه کړه، نو افغان صدر اشرف غني هم د دوه زره طالبانو د آزادولو امر کړی دی.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د افغانستان په صدارتي (ولسمشریزې) ماڼۍ ارګ کې د اختر د نمونځ په مهال خپله وینا کې ولسمشر غني وویل چې د هغه حکومت د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ تیزوي خو طالبان هم باید د افغان دولت بندیان زر تر زره خوشې کړي.

افغان صدر په طالبانو غږ وکړ چې نور دې جګړه بس کړي او د سولې د خبرو د لارې دې د لانجې حل ته غاړه کیږدي. ولسمشر غني زیاته کړه چې د افغان دولت د سولې مذاکراتي هیئت خبرو ته پوره آماده دی او هیله یې ښکاره کړه چې د افغانانو خپل منځي د سولې خبرې زر پیل شي.

ولسمشر غني وویل طالبان باید نور افغانانو ته زیان ونه رسوي ځکه چې د افغانستان هر وګړی وژل کیږي یا ژوبل کیږي تاوان یې د افغانستان ملت ته رسیږي.

افغان صدر د طالبانو لخوا د اختر په موقعه درې ورځنی اوربند وستائیلو او ویې ویل هغه هم تیره شپه افغان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې باید د اوربند خیال وساتي اؤ یوازې دفاعي حالت غوره کړي.

هغه د چا له نوم اخستلو پرته وویل چې ځینې کړۍ طالبان لمسوي چې باید اوربند ونه کړي ځکه چې دې سره یې سیاسي قد راټیټیږي خو ولسمشر غني روښانه کړه چې طالبان یو واقعیت دی اؤ دوئ دخبرو په میز خپل مقام جوړولی شي.

هغه وویل که طالبان اوربند وکړي نو په دې سره به د دوی کمزوري نه شي بلکې د دوی قوت به ورسره ښکاره شي اؤ اوربند د ټول افغان ولس غوښتنه هم ده.

بل اړخ ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي چې په افغانستان کې د اختر ورځو د ډزبندۍ دپاره ډېر کار شوی دی.

ښاغلي پمپیو د اتوار/یکشنبې په ورځ یو بیان جاري کړ او هغه کې یې د افغانستان د سولې او مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله او ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې د سولې په لاره کې هغه "پاتې خنډونه"هم لېرې کړي چې بین الافغاني مذاکرات یې ځنډولي دي.

نوموړي‌ وویل: "مونږ د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون او د افغانستان او امریکا د حکومتونو ترمنځ د ګډې اعلامیې عملي کولو ته ژمن یو."

ښاغلي پمپیو همدغه راز له طالبانو وغوښتل چې له افغان زندانونو څخه خوشي شوي جنګیالي پرېنږدي چې بیا د جګړې لیکو ته ولاړ شي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې د پاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد بیا خوشبیني ښودلې چې که د افغان حکومت او د طالبانو مشران دواړه سمې پرېکړې وکړي، نو دواړه اړخونه به کامیابي ته ورسیږي.

خلیلزاد په خپل ټویټر باندې په دې هم ټینګار کړی چې نور مثبت ګامونه هم سمدستي باید واخیستل شي. هغه لیکلي:

خلیلزاد زیاته کړې ده چې دا یوه ارزښتمنه موقع ده چې په کار ده له لاسه ولاړه نشي. هغه دا خبره هم کړې ده چې امریکا به د مرستې دپاره خپله ونډه ترسره کړي.

که څه هم افغان حکومت له خپله اړخه د بین الافغاني خبرو دپاره چمتووالی ښودلی، مګر طالبانو د سولې د مذاکراتو دپاره تر اوسه آمادګي نده ښودلې او ټینګار یې په دې دی چې اول دې د دوی پنځه زره طالبان آزاد کړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG