لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: سولي د مذاکراتو نه بې خبره یو


د نهې، سه شنبې، په ورځ د څلور اړخیزه غونډې په موقع د یو پاکستاني چارواکې په وینا، دا امید او خوشبيني څرگنده کړی شوه چې طالبان او افغان حکومت به د مذاکراتو په میز کښیني
د نهې، سه شنبې، په ورځ د څلور اړخیزه غونډې په موقع د یو پاکستاني چارواکې په وینا، دا امید او خوشبيني څرگنده کړی شوه چې طالبان او افغان حکومت به د مذاکراتو په میز کښیني

افغانستان د طالبانو ترجمان ویلي په دې اړه ورسره څه معلومات نشته چې د افغان حکومت او د طالبانو ترمینځ د سولي مذاکرات کیدونکې دي. ترجمان زیاته کړه داسې کوښښ تر هغه وخت پورې نشې کامیابیدی ترڅو افغانستان نه خارجي ځواکونه انخلا نه وي کړې او په هیواد کې شریعت په مکمله توگه نه وي پرځائې کړی شوی.

په قطر کې میشته طالبانو د دفتر ترجمان محمد نعیم وي او ای ته وویل مطبوعاتو د لارې خبر شوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر مینځ د سولي خبرې اترې کیدونکې دي خو په رسمي توگه ورته څه نه دي ویل شوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په کابل کې د امریکا، پاکستان، چین او افغانستان د استازو د غونډې ورسته وویل شو چې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ نیغ په نیغه مذاکرات به د مارچ د میاشت په وړمبۍ هفته کې په پاکستان کې کیږي.

محمدنعیم وویل په افغانستان کې د خارجي "اشغال گرو" موجودگي حقیقي مسله ده چې حل تر هغې نشي راوتلی تر څو غیر ملکي عسکر وتلي نه وي او په هیواد کې شرعي نظام نافذ شوی نه وي. "دا شرائط نه دي بلکه زميني حقائق او حقیقتونه دي چې د مخاطب بغیر يي مسلې نشي حل کیدی،" طالب ترجمان وویل.

د پاکستان، امریکا، چین او افغانستان په شمول چلور واڼه هیوادونه د تیرې څه مودي راهسې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ مذاکراتو دپاره د چوکاټ برابرولو کوښښونه کوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د څلور اړخیزه غونډې په موقع د یو پاکستاني چارواکې په وینا، دا امید او خوشبيني څرگنده کړی شوه چې طالبان او افغان حکومت به د مذاکراتو په میز کښیني.

د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتو یو دور تیرکال د جولائي په میاشت کې د پاکستان په مري ښار کې شوی وو. ټاکل شوي وه چې د خبرې اتور دویم دور به هم کیږي خو بیا طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرگ خبر رامینځته شو او دغه رنگ دغه عمل د ځنډ ښکار شو.

د شورو، چارشنبې، په ورځ افغانستان د قامي سلامتیه مشیر حنیف اتمر د حکومت مخالف ډلو باندې غږ وکړو چې حکومت سره مذاکراتو کې دې برخه واخلي. "که چرې دوي ددې موقعې نه استفاده نه کوي نو مونږ به یي پرضد دفاعي او امنیتي اقدامات اخلو،" هغه وویل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG