لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت وايي ۱۰۰ طالب قیدیان یې ازاد کړل

افغان حکومت د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل طالب قیدیان د صدر اشرف غني په امر خوشي کړی شول. " طالب زندانیان د دوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې شول."

د افغانستان حکومت ویلي د طالبانو ۱۰۰ قیدیان یې ازاد کړي چې لوظ یې کړی چې د جنګ په میدان به بیا نه ور ګدیږي.

افغان حکومت د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل طالب قیدیان د صدر اشرف غني په امر خوشي کړی شول. " طالب زندانیان د دوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې شول."

افغان حکومت وویل " دا زندانیان د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ له لورې بایومتریک شوي او سوګند یې کړی چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي. د افغانستان اسلامي جمهوریت عین ډاډ د طالبانو ډلي له رهبرۍ څخه په دوحه کې ترلاسه کړی دی."

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو استازي ملا عبدالغني برادر د سولي معاهده دستخط کړه
په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو استازي ملا عبدالغني برادر د سولي معاهده دستخط کړه

طالبانو په سمدستي ډول د افغان حکومت په اعلان څه نه دي ویلي خو یوه ورځ وړاندې په افغان حکومت الزام لګولی و چی د طالب قیدیانو د ازادولو لړۍ ځندوي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین د ټویټر دلارې وویل چې زندانیانو په خوشي کېدو کې د ځنډ له امله کابل ته لیږل شوي د طالبانو فني ډله به بیرته ستنیږي.

تېره میاشت د امریکې او طالبانو ترمنځ شوي د سولې لوظنامې ترمخه به افغان حکومت او طالبان به د یو بل قیدیان ازادوي. طالبان وايي افغان حکومت به تر د ۵۰۰۰ پورې طالبان خوشي او افغان حکومت وايي طالبان به تر ۱۰۰۰ پورې د افغان حکومت بندیان خلاصوي چې زیاتره د امنیتي ادارو غړي دي.

افغان حکومت د شورو، چهارشنبې، په ورځ د طالب قیدیانو د ازادولو په اعلامیه کې خپلو قیدیانو په اړه څه وه نه وېل.

افغان حکومت دطالب قیدیانو په خوشي کې د ځنډ په اړه ویلي وو چې طالبان دخپلو هاغو ۱۵کمانډرانو په خلاصون ټینګار کوي چې هیواد کې په ترسره شوؤ سترو بریدونو کې ککړ دي.

خو دافغانستان دسیمه ییزو ارګانونو د ادارې رئیس عبدلمتین بیګ د دوشنبې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته وویل افغان دولت هیواد کې دسولې اؤ‌امن په خاطر خپل دریځ کې نرمښت راوستی خو دولت نه شي کولی دطالبانو هغه مهم بندیان خوشې کړي چې لاسونه یې دافغانانو په وینو سره دي.

د امریکې او طالبانو د لوظنامې ترمخه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ قیدیانو د تبادلې ورسته به بین الافغاني مذاکرت شروع کیږي چې پکې به د افغان حکومت او د نورو افغانانو تر څنګ طالب استازي هم شرکت کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG