لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیگر د افغانستان د سولې د معاملې په اړه د ناوړه پایلو خبرداری ورکړ


د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکې خاص څارونکي پخپل یو نوي رپوټ کې خبرداری ورکړی چې که له طالبانو سره د سولې کومه معامله وشي، نو کیدای شي بشري حقونه، او په خاصه د ښځو حقونه زیانمن شي او همدا راز په افغانستان کې د امریکې تعمیراتي سرمایه کارۍ ته به هم تاوان واوړي او بل دا چې په افغانستان کې به تشدد ادامه پیدا کړي.

د سیگر (SIGAR) په نوي رپوټ کې ویل شوي چې که د سولې هرڅومره هرکلی هم وشي، نو له هغې سره به داسې پایلې بدرگه وي پیشبیني یې نه ده شوې، او ښایي د سبا ورځې ناوړه پیښې، د افغانستان د ثبات موندلو هدف ته هم زیان ورسوي.

بل پلو، په افغانستان کې د امریکا پوځیانو فیصله کړې چې پس له دې به د طالبانو تر اختیار لاندې سیمو د پراخوالي ارزونه نه کیږي، او دې فیصلې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د سرڅارونکي دفتر یا سیگر (SIGAR) پر کار او رپوټ جوړولو اثر اچولی دی.

مخکې تر دې به د سیگر په رپوټونو کې د ولسوالیو په کچه د ثبات ارزولو تر عنوان لاندې برخه هم راتله چې په کې د حکومت تر کنټرول لاندې او هم د طالبانو د کنټرول او یا اثر رسوخ لاندې ولسوالیو شمیر یې څرگنداوه. دا شمیرې به په افغانستان کې د امریکا د سټراټیجۍ د اغیزمن توب یو معیار هم گڼل کیدای شو.

خو دا ځل چې د چهارشنبې یا شورو په ورځ سیگر خپل درې میاشتینی رپوټ خپور کړ، په دې کې دا برخه نشته.

د مارچ په میاشت کې د امریکا په مشرۍ د ناټو پریکنده ماموریت سیگر ته یو خط استولی او په هغه کې یې ویلي چې ناټو پوځیانو د ولسوالیو په اړه د شمیرو معلومول نور بس کړي دا ځکه چې ارزښت یې گني کم و. هغو ویلي چې خفیه ادارې دا شمیرې برابروي او سیگر کړای شي له هغو نه دا شمیرې واخلي.

په افغانستان کې د سیمو د ساتلو او له طالبانو سره د جگړې مسئولیت، د افغان ځواکونو پر غاړه دی. طالبانو ځو ځله کوښښ وکړ چې ځیني ولایتونه لاندې کړي، خو کامیاب نشول. د ولسوالیو د نیولو کوششونه یې هم جاري ساتلي، خو افغان حکومت وایي چې د ځینو ولسوالیو مرکزونه یې بل چیرته لیږدولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG