لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان ځواکونو له طالبانو دوه ولسوالۍ نیولي او وایي چې درقد او ینگي قلعه به هم بېرته نیسي


افغان حکومتي ځواکونو په مختلفو سیمو کې پر طالبانو کلک بریدونه پیل کړي دي

د افغانستان حکومتي ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو خلاف کلک پوځي عملیات پیل کړي او په بدخشان ولایت کې یې دوه مهمې ولسوالۍ له طالبانو نیولي دي.

افغان پوځ ویلي چې یمگان ولسوالۍ له څلورو کلونو راهیسي او وردوج ولسوالۍ له پنځو کلونو راهیسي د طالبانو په اختیار کې وه، خو په دې وروستیو ورځو کې افغان حکومتي ځواکونو طالبان له هغو سیمو شړلي او دغه دوه ولسوالۍ یې آزادې کړې دي.

بل پلو د بدخشان ولایت څنگ ته، په تخار ولایت کې هم جگړې شوي او په دې جگړو کې طالبانو د ینگي قلعه او درقد پر ولسوالیو حملې کړي او هغه یې نیولي دي. افغان پوځي چارواکو ویلي په تخار او کندز کې د تازه جگړو عامل دا دی چې په بدخشان کې د طالبانو مهم مرکزونه ویجاړ شوي او پراخې سیمې ترې نیول شوي، نو اوس طالب جنگیالي له بدخشان څخه گاونډیو ولایتونو ته تښتېدلي او هلته بریدونه کوي.

بدخشان د قیمتي تیږو د کانونو یا درنگونو له امله مشهوره دی او همدا راز د مخدره موادو د کاروبار یوه مهمه سیمه بلل کیږي.

په تخار کې چارواکو ویلي د دې ولایت ینگي قلعه او درقد ولسوالۍ، د دوه ورځې جنگ جگړو وروسته، تیره شپه د طالبانو ترولکې لاندې راغلې.

د تخار ولایت د والي ویاند جواد هجري امریکا غږ ډیوې ته وویل افغان امنیتي ځوکونه له دې امله له دوو ولسوالیو تکتیکي شا تګ وکړ چې طالبانو د عامو ولسي خلکو له کورونو څخه په ګټې اخیستو پر ولسوالیو جګړه روانه کړې وه.

نوموړي وویل چې "د ینګي قلعه ولسوالۍ درې مرکزي برخې دا مهال د مخالفینو په لاس کې دي. د ولسوالۍ او د امنیې قومندانۍ (پولیسو مرکز) ودانۍ د طالبانو په اختیار کې دي او په دې خاطر چې ولسي خلکو ته زیان ونه رسیږي، امنیتي ځواکونه له دې ولسوالۍ تکتیکي شا ته تللي دي."

هجري زیاته کړه هغه جګړه چې تیره شپه د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په ینگي قلعه کې وشوه، له امله یې ۳۰ وسله وال طالبان چې د امام الدین په نامه د طالبانو قومندان هم په کې و، وژل شوي دي.

هجري زیاته کړه نن سهار ۹ بجې وسله والو مخالفینو په درقد ولسوالۍ درېیو خواو څخه بریدونه وکړل او افغان ځواکونه د ولسوالۍ له مرکزي سیمو ووتل خو د ولسوالۍ د مرکز په دوه برخو کې جګړه اوس هم روانه ده او افغان سرتیري په کې فزیکي حضور لري.

تخار په شمال کې له تاجکستان سره گډ سرحد لري
تخار په شمال کې له تاجکستان سره گډ سرحد لري

د تخار د والي ویاند وایي، درقد او ینګي قلعه ولسوالیو ته تازه دمي افغان سرتیري رسیدلي او په نږدې وخت کې به پردې ولسوالیو بیرته افغان ځواکونه ولکه ټینګه کړي.

د والي ویاند افغان سرتیرو ته د اووښتې مرګ ژوبلې په اړه ناخبري څرګنده کړه خو زیاته یې کړه چې په دې اړه بشپړ معلومات به وروسته شریک کړي.

وسله والو طالبانو ویلي چې د تخار ینګي قلعه او د درقد ولسوالۍ یې نیولي دي او افغان سرتیرو ته د درنې مرګ ژوبلې د رسیدو ادعا کوي.

تخار د افغانستان په شمال ختیځ کې هغه ولایت دی چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري او په دې وروستیوکې طالبانو د دې ولایت په ګډون کندز بغلان او بدخشان ولایتونو کې خپلې جګړې زیاتې کړي دي.

افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د بدخشان او تخار نه علاوه یې، په بغلان، غزني، ارزگان او هرات ولایتونو کې هم طالبانو ته سخت گوزارونه ورکړي دي. په دې لړ کې افغان ځواکونو دعوه کړې چې د غزني په مقر ولسوالۍ کې یې د طالبانو ١٦ کسان په هوایي حملې کې وژلي او په هرات کې یې هم د یوې ولسوالۍ دپاره د طالبانو پوځي مشر او ورسره ساتونکي یې له منځه وړي دي.

XS
SM
MD
LG