لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو افغان مطبوعات خبرداره کړي چې د دوی ضد اشتهارونه دې نه چلوي


د طالبانو د واک ختمېدو وروسته، په گڼه شمیره کې افغان ټېلې وژن او ریډیو سټېشنې پرانیستل شوې دي او گڼ شمېر خبریالان د تشدد په پېښو کې وژل شوې دي
د طالبانو د واک ختمېدو وروسته، په گڼه شمیره کې افغان ټېلې وژن او ریډیو سټېشنې پرانیستل شوې دي او گڼ شمېر خبریالان د تشدد په پېښو کې وژل شوې دي

د افغانستان طالبانو د هېواد مطبوعاتو ته خبرداری کړی دی چې د حکومت په مالي مرسته چلېدونکي د دوی خلاف اشتهارات دې بند کړي.

د گل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې طالبانو وویل که چېرې مطبوعاتو د طالبانو ضد اشتهارونه بند نکړل نو دوی به د ازادو خبري ادارو پرځای "پوځي هدوفونه" گڼل کېږي او د دوی خبریالان او نوره عمله به محفوظه نه وي.

طالبانو دغه اشتهارونه "پروپگېنډه" بللي او مطبوعاتو ته یې د بندولو دپاره یوه هفته نېټه ورکړې ده.

په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکونکي غیر حکومتي ادارې "نی" وویل مطبوعاتو ته د طالبانو دړکه د رای د ازادۍ او د انساني حقونو خلاف ورزي ده او د حکومت نه یې غوښتنه وکړه چې د خبري ادارو او خبریالانو تحفظ دې یقیني کړي.

طالبانو د دې نه وړاندې هم په مطبوعاتو حملې کړې دې او افغانستان د خبریالانو دپاره د نړۍ ترټولو خونړی هېواد گڼل کېږي.

په امریکا کې د کال ٢٠٠١ حملو او په افغانستان کې د طالبانو د واک نسکورېدو وروسته په افغانستان کې د مطبوعاتي ادارو قایمېدل په لویو کامیابیو کې یوه گڼل کېږي.

د طالبانو د واک ختمېدو وروسته، په گڼه شمیره کې افغان ټېلې وژن او ریډیو سټېشنې پرانیستل شوې دي او گڼ شمېر خبریالان د تشدد په پېښو کې وژل شوې دي.

طالبانو مطبوعاتو ته خبرداری په داسې حال کې کړې دی چې په افغانستان کې د امن په خاطر د امریکې سره د خبرو نوي ناسته هم دا هفته کونکي دي.

څېړونکي وايي د افغانستان د مسلې حل په لړ کې واشنگټن د طالبانو نه باید دا ضمانتونه واخلي چې د مېرمنو او د رای د ازادۍ په مد کې شوي پرمختگونه به بېرته نه بیايي.

طالبانو د خپل واک په مهال د مېرنو په تعلیم او کار روزگار پابندي لگولې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG