لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې او د طالبانو د نېغ په نېغه خبرو امکان څېړونکي نوی دریځ گڼي


واشنگټن ـ وروسته له هغه چې د نیویارک ټایمز اخبار، له طالبانو سره د امریکې د مخامخ خبرو په اړوند یو رپورټ خپور کړ، د افغانستان د حکومت چارواکو تر اوسه د دغه رپورټ په هکله نظر نه دی څرگند کړی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ترمخه، صدر ټرمپ امریکایي ډیپلوماتانو ته لارښوونه کړې چې د افغانستان د سولې مذاکراتو د پیلولو په خاطر دې له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې وکړي. نیویارک ټایمز ویلي چې څو تنو افغان او امریکایي چارواکو د دغې خبرې پخلی ورته کړی دی.

خو د افغانستان د ولسمشر یو ویاند، شاه حسین مرتضوي، امریکا غږ ته وویل چې کابل تر اوسه له امریکایي چارواکو څخه رسما" د دغسې لارښوونې په هکله څه نه دي اوریدلي او کله چې د ټرمپ حکومت په رسمي توگه د دې تصمیم اعلان وکړي، نو بیا به کابل په اړه یې نظر څرگند کړي.

بل پلو د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې هر هیواد کولای شي له طالبانو سره تماس ونیسي او هغوی د سولې مذاکراتو ته وهڅوي، خو د سولې مذاکرات به د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ وي.

د سولې د عالي شورا ویاند، سید احسان طاهري، امریکا غږ ته وویل: «موږ د هر هغه اقدام ملاتړ کوو چې د همکارۍ په کچه وي او د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو امکان برابر کړي.»

ښاغلي طاهري زیاته کړله چې مذاکرات او خبرې سره توپیر لري. د هغه په وینا، امریکا کولای شي له طالبانو سره خبرې وکړي او هغوی سولې او له افغان حکومت سره مذاکراتو ته وهڅوي، خو د سولې مذاکرات به د افغانانو لخوا او د افغانانو په مشرۍ وي.

په پاکستان کې غبرگونونه

یو شمیر پاکستاني څیړنکاران پر دې باور دي چې که چیرې امریکا او طالبان په رښتیا یو له بل سره نیغ په نیغه خبرو ته چمتو شي، نو دا به د افغانستان لپاره غټه خبره وي.

پر افغان چارو نظر لرونکي صحافي او څیړنکار، رحیم الله یوسفزی ډیوه ریډیو سره په خبرو کې وویل چې امریکې د طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو شرط منلی، او اوس به دا کتل وي چې طالبان د امریکې دغه وړاندیز ته څنگه عکس العمل ښایي.

ښاغلي یوسفزي زیاته کړله: «زما په خیال باندې، اوس به پر طالبانو باندې یو قسمه فشار راځي چې هغوی د دې مثبت جواب ورکړي. او که اوس هغوی ددې انکار کوي، نو بیا طالبانو باندې به انتقاد کیږي چې هغوی خبرې نه کول غواړي.»

څیړنکار، رحیم الله یوسفزی، وایي چې د نیغ په نیغه خبرو دپاره هم وخت ته ضرورت شته، ځکه په کار ده چې د خبرو اترو د شرایطو، ایجنډا، او جزییاتو په هکله تیارۍ ونیولی شي. هغه زیاتوي: «زه فکر کومه چې د امریکې حکومت به د افغانستان له حکومت سره مشوره کړې وي، ځکه چې د افغانستان حکومت به هم دې خبرې ته رضا کول غواړي چې مخکې به د امریکې او طالبانو مذاکرات وشي، په هغې کې به څه پرمختگ وشي، د خارجي ځواکونو په هکله څه فیصله وشي، نو بیا له هغې نه وروستو چې کله بیا خارجي ځواکونه ووځي، نو بیا د افغانستان حکومت او طالبانو خبرې کیدی شي.»

ها خوا بیا د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر او د نړیوالو چارو ماهر رستم شاه مومند وایي، دا ړومبی ځل نه دی چې امریکا به د افغان طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې وکړي. د ښاغلي رستم شاه مومند په وینا، په قطر کې چې د افغان طالبانو کوم استازي ناست دي، د هغوی او امریکې ترمنځ څو څو واري نیغ په نیغه خبرې شوي.

ښاغلی مومند زیاتوي چې کیدای شي د دواړو فریقینو ترمنځ، په راتلونکو څو اونیو کې دننه، نیغ په نیغه خبرې وشي، خو هغه نه گڼي چې دا خبرې به کومې نتیجې ورکړي، هغه ځکه چې د هغه په وینا، «د امریکا چې کوم د جگړې بنیاد دی، هغې باندې خبرې نه کوي. او هغه دا دی چې د امریکې قوه به کله او په کومو حالاتو کې دې ته تیاره شي چې د افغانستان نه ووځي. جگړه صرف په همدې خبرې ده، په بلې خبرې نه ده. څو چې پر دې خبرې باندې د امریکې موقف واضح شوی نه وي، فکر نه کوم چې خبرې نتیجه ورکړي.»

په همدې حال کې، په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو لوی کمانډر، جنرال جان نیکلسن، نن په کندهار کې له ځايي مشرانو سره په خبرو کې وویل چې دوی به هم د سولې په خبرو کې، او که ضرورت وي، د جگړې په ډگر کې د افغانانو ترڅنگ ولاړ وي.

جنرال نیکلسن زیاته کړله چې امریکا په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو ملاتړ کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG