لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د عامو وگړو د مرگ ژوبلې په اړه د یوناما رپورټ او په اړه یې د طالبانو او افغان حکومت غبرگون


ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې تېرکال په وسله والو نښتو کې د ۹۲۷ ماشومانو په ګډون ۳،۸۰۰ نه زیات عام خلک وژل شوي. په تېرو لسو کلونو کې چې د افغانستان د جنگ د ملکي تلفاتو شمیرې ریکارډ شوي، دا په کې ترټولو زیاته شمېره ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو مشن یا یوناما نن په تازه خپور کړي رپورټ کې ویلي په دغه جنګ ځپلي هیواد کې خواوشا ۷،۲۰۰ عام خلک د مخ پرزیاتیدونکي تشدد له امله ژوبل شوي دي. دا په کال ۲۰۱۸ کې د عامو خلکو په مرګ ژوبلو کې ۵ فیصده زیاتوالی دی.

یوناما افغانستان کې د زیاتېدونکو ځانمرګي حملو لپاره طالبان او د ترهګر ډلې داعش خراسان ډله ملامته کړې ده.

د یوناما رپورټ د حکومت پلوه ځواکونو هوایي حملې او د لټون عملیات د عامو خلکو مرګ ژوبلو کې د زیاتوالي بل لامل گڼلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنرې، مشل بیشلټ په رپورټ کې ویلي چې دا حقیقت ډېر بد او حیرانوونکی دی چې سږ کال د ماشومانو د وژنو په شمېره کې ډېر زیاتوالی راغلی.

یوناما افغانستان کې ترټولو زیات ۶۳ فیصده مرګ ژوبلو لپاره حکومت مخالف ځواکونه ذمه وار ګرځولي. د ملګرو ملتونو ادارې د ۳۷ فیصده مرګ ژوبلو لپاره طالبان، ۲۰ فیصده لپاره د داعش خراسان ډله او شپږ فیصده مرګ ژوبلو لپاره نورې وسله والې ډلې ذمه وار ګرځول شوي.

د باقي پاتې مرګ ژوبلو تور په افغان امنیتي ځواکونو او د امریکې په مشرۍ کې په نړیوال ځواکونو پورې کړی شوی.

د افغان حکومت او طالبانو غبرگونونه

د افغانستان د قامي سلامتیا (د ملي امنیت) شورا د دې رپوټ په غبرگون کې یو بیان جاري کړی او په کې یې ویلي چې دوی به د یوناما رپورټ لولي او هغه به ارزوي. په بیان کې دا هم ویل شوي چې: "د دښمن عمده هدف، د خلکو منځ کې د وحشت او دهشت ایجادول دي، په همدې منظور هغوی په تحمیلي ډول د خلکو له کورونو، د جوماتونو په شمول له عامو او ملکي ځایونو د سنګر او نظامي سپر په توګه استفاده کوي او دغه کار د ملکي تلفاتو لامل ګرځي."

په کابل کې د یوې ځانمرگې چاودنې زخمیان
په کابل کې د یوې ځانمرگې چاودنې زخمیان

طالبانو هم یو بیان جاري کړی او د ملگرو ملتونو د افغانستان د څانگې (یوناما) تازه رپورټ یې له غرضه ډک بللی دی. طالبانو د یوناما د رپورټ په ردولو سره ویلي چې د د امریکایي ځواکونو بمباري، گڼ شمیر ملکي وگړي وژلي دي. طالبان دا هم وایي چې دوی گني هیڅکله په عمدي ډول ملکي کسانو ته مرگ ژوبله نه ده اړولې.

خو افغان حکومت بیا په خپل بیان کې لیکلي چې "طالبان د اذهانو تېر ایستلو لپاره په ظاهره د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادعا کوي؛ خو نشر شوي راپور کې د ملکي مرګ ژوبلې عاملین دغه ډله او نورې ډلې بلل شوي."

سرکاري شمېره ښايي د امریکې پوځ افغانستان کې ۷،۳۶۳ بمونه او چاودیدونکي مواد په هوايي حملو کې استعمال کړي چې په تېره یو لسیزه کې ترټولو زیات د چاودیدونکو موادو استعمال دی.

د یو شمیر ملکي کسانو جنازې چې ٦ کاله مخکې په جلال آباد کې په هوایي بمباریو کې ووژل شول
د یو شمیر ملکي کسانو جنازې چې ٦ کاله مخکې په جلال آباد کې په هوایي بمباریو کې ووژل شول

د سولې هڅې او د مرگ ژوبلې زیاتوالی

د یوناما مشر، ټډا میچې یماموټو ویلي افغانستان کې د روان جنګ دا لسم رپورټ دی چې پکې د ۳۲ زره عامو خلکو وژنې او د ۵۰ زره خلکو د ژوبل کېدو رپورټونه ریکارډ کړی شوي.

نوموړي افغانستان کې د انساني بدبختیو او بدو کارونو ختمون لپاره د جګړې اودرولوغږ کړی. او زیاته کړې هم دغه وجه ده چې دوې له افغانستان کې د امن لپاره خپل ټول کوششونه استعمالول پکار دي.

په یوه لسیزه کې په اول ځل یوناما افغانستان کې په یو کال کې د زرو نه زیاتې د مرګ پیښې ریکارډ کړي. په دغو کې ۵۳۶ د هواي حملو له کبله رامنځ ته شوي چې پکې د خواشا ۶۰ فیصده لپاره د امریکې په مشرۍ کې نړیوال ځواکونه ذمه وار ګرځول شوي.

په هوايي حملو کې زیاتوالی د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د انتظامیې د تګلارې برخه ده چې د خبرو اترو مېز ته راوستو کې په طالبانو باندې دباو واچوي که څه هم دغه کمپین د افغانستان په جنګ کې کمی نه دی راوستی او یاغیانو په زمکه نورې ګټې هم ترلاسه کړي.

دا رپورټ په یو داسې وخت راغلی چې یوه ورځ وروستو امریکا او طالبان افغانستان کې د صلحې راوستو لپاره په قطر کې د امن خبرې اترو بل پړاو شروع کوي. د تېر ژمې موسم راهسې د امریکې او طالبانو ترمنځ څو ځله لیدل کتل شوي او دواړه اړخه وايي چې په خپلو خبرو اترو کې یې د افغان جنګ ختمون اړخ ته مهم پرمختګ کړی.

XS
SM
MD
LG