لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پرون بندیان، د نن مرکچیان ـ د طالبانو په مذاکراتي ډله کې څوک څوک شامل دي؟


ټاکل شوې ده چې تر ١٣ ورځو پورې به په قطر کې د طالبانو د استازو او د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د سولې د خبرو اترو نوی پړاو پیل شي.

د خبرو نوی پړاو به په داسې وخت کې پیلیږي چې دا ځل د قطر په پلازمینه، دوحه کې د طالبانو د غیررسمي دفتر مشري ملا عبدالغني برادر ته سپارل شوې ده.

طالبانو اعلان وکړ چې ملا برادر، د طالبانو د ډلې له مشر ملا هبت الله آخندزاده په مشورې، له امریکا سره د خبرو دپاره یوه ډله ټاکلې چې په کې ١۴ غړي دي او مشري به یې د شیر محمد عباس ستانکزي پر غاړه وي.

په دغو ١۴ کسانو کې، پنځه تنه یې هغه پخواني طالب مشران دي چې د امریکا په گوانتانامو جیل کې بندیان و، خو وروسته د امریکایي پوځي، بو برگدال د خوشې کېدو په بدل کې، له گوانتانامو څخه آزاد کړای شول او قطر ته ولاړل.

دغه پنځه تنه، د طالبانو د وخت د استخباراتو معاون او د غزني ولایت سره تعلق لرونکی عبدالحق وثیق، د طالبانو د وخت د پوځ مشر محمد فاضل مظلوم، د طالبانو د پخواني نظام پوځي مشر او د پخواني رهبر ملا محمد عمر ورور، ملا محمد نبي عمري، د طالبانو د وخت د کورنیو چارو وزیر او د هرات پخوانی والي خیرالله خیرخواه، او د بلخ پخوانی والي، نورالله دلاوري دي.

د دوی تر څنگ، د مذاکراتو په ډله کې د محمد انس حقاني نوم هم لیدل کیږي. انس حقاني د حقاني شبکې د مشر، سراج الدین حقاني کشر ورور دی چې څلور کاله مخکې د افغانستان د استخباراتو لخوا ونیول شو او اوس هم د افغانستان د حکومت په بند کې پروت دی.

آنس حقاني د طالبانو د نایب مشر، سراج الدین حقاني ورور دی
آنس حقاني د طالبانو د نایب مشر، سراج الدین حقاني ورور دی

د طالبانو د مرکچیانو په نوي لېست کې د انس حقاني د نوم شاملیدل، خلک په دې حیرانه کړل چې هغه خو په بند کې و، نو څنگه کولای شي په قطر کې مذاکره وکړي؟ هسې نه چې په پټه له بنده خلاص شوی وي.

خو سمدستي د صدر اشرف غني ویاند پخپل ټویټر ولیکل چې انس حقاني اوس هم د افغانستان له حکومت سره بندي دی او د خلاصون دپاره یې هیڅ کومه پریکړه نه ده شوې.

طالبانو هم وضاحت ورکړ او ویې ویل چې انس حقاني په مذاکراتي ټیم کې ټاکل شوی، خو تر اوسه پورې لا بندي دی. طالبانو همدا راز غوښتنه کړې چې هغه دې له بنده خوشې شي.

طالبانو تیر کال هم د خبرو له پیل راهیسي د انس حقاني د آزادیدو غوښتنه کوله. اوس چې یې نوم خپل مذاکراتي ټیم کې شامل کړی، ممکن هڅه یې دا وي چې د سولې خبرې، د انس حقاني په راخوشې کیدو مشروط کړي.

افغان حکومت وایي چې انس حقاني د حقاني شبکې د فایننس یا مالیاتي برخې مشر و او دغې ډلې گڼ شمیر ترهگرې حملې کړي چې د زیاتو خلکو د وژنې سبب شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG