لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ غواړي د ٢٠٢٠ کال د انتخاباتو نه مخکې له افغانستانه د عسکرو ایستل پیل کړي


د امریکې خارجه وزیر مایک پامپیو وایي چې صدر ډانلډ ټرمپ غواړي د امریکا د راتلونکو صدارتي انتخاباتو نه مخکې، چې په ٢٠٢٠ کې کیږي، له افغانستان څخه د امریکایي قواوو ایستل پیل کړي.

مایک پامپیو د گل/دوشنبې په ورځ په واشنگټن کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې هغه تمه لري له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو لړۍ د راتلونکي کال له نوامبر میاشتې وړاندې پیله شي.

ښاغلي پامپیو زیاته کړه: "دا هغه دستور دی چې د امریکې صدر ما ته راکړی دی. هغه واضحه وایي چې دا بې پایه جگړې ختمې کړه، د عسکرو شمیر راکم کړه (راویې غواړه)."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو پوځیانو ویلي چې نن د جولای پر ٢٩مه، په افغانستان کې دوه امریکایي پوځیان ووژل شول. ناټو ځواکونو په دې هکله خپل بیان کې نور جزییات نه دي په ډاگه کړي.

صدر ټرمپ مخکې تر دې چې د امریکا د ٢٠١٦ کال صدارتي انتخابات وگټي، په انتخاباتي مبارزو کې یې دا وعده کړې وه چې له افغانستان نه به امریکایي سرتیري وباسي او د امریکې دغې اوږدې جگړې ته به د پای ټکی ږدي.

خو وروسته له هغه چې ښاغلی ټرمپ واک ته ورسېد، په دې راضي شو چې افغانستان ته لا ډېر پوځیان واستوي او اوس په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر ١۴٠٠٠ ته رسیږي.

امریکا له تېرکال راهیسي له طالبانو سره په خبرو لگیا ده چې د اتلس کلن جنگ د ختمولو دپاره د سولې یوې موافقې ته ورسیږي.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپیو د گل/دوشنبې په ورځ وویل چې په دغو خبرو کې "ریښتونی پرمختگ" شوی دی او هغه ورته خوشبینه دی.

په داسې حال کې چې امریکا کې به په ٢٠٢٠ کال کې، او په افغانستان کې به سږکال انتخابات کیږي، داسې معلومیږي چې امریکا هڅه کوي له طالبانو سره د سولې خبرې گړندۍ کړي.

د سولې په برخه کې امریکایي مرکچي، زلمی خلیلزاد، اوس په کابل کې دی او په څو راتلونکو ورځو کې به بیرته قطر ته ولاړ شي او هلته به له طالبانو سره د خبرو یو نوی دور پیل کړي.

XS
SM
MD
LG