لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې د تشدد د کمولو شواهد دې وښیي


امریکا له طالبانو غوښتي چې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو وتلو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل دپاره لارې هوارېدو ته دې، داسې "څرگند شواهد" وښیي چې په تشدد کې په رښتیا کم والی راولي.

د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو چې د ازبکستان په سفر تللی، د گل/دوشنبې په ورځ یې خبریالانو ته وویل چې طالبانو سره د سولې د لوظنامې دستخطېدل رانږدې شوي، مگر تر هغه مخکې، طالبانو ته په کار ده چې د تشدد د کمولو په برخه کې دې خپل نیت او وړتیا په ډاگه کړي.

د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو ویلي: "موږ په پوره احتیاط سره د سولې او پخلاینې پر یو پلان کار کوو، موږ تیر ځل هم، همداسې پلان ته نږدې شوي وو چې داړو اړخونو پرې کار کړی و، خو طالبانو ونشو کولی چې د تشدد د راکمولو په برخه کې خپل نیت او وړتیا ثابته کړي."

بل اړخ ته، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد چې له طالبانو سره په قطر کې د خبرو د تازه دور وروسته کابل ته تللی، هلته یې له ولسمشر غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله، یو شمېر نورو سیاستوالو، خبریالانو، او مدني فعالانو سره لیدلي دي.

له دغو لیدنو وروسته، پرون د اتوار/یکشنبې په ورځ د افغانستان صدارتي ماڼۍ یو بیان جاري کړ او ویې ویل چې له صدر غني سره په خبرو کې، ښاغلي خلیلزاد د سولې په اړه د کوم لوی پرمختگ یادونه ونه کړه.

مگر د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر بیا ویلي چې خلیلزاد له کرزي سره په لیدنه کې، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پرمختگ هیله څرگنده کړې ده.

همدا شان په افغانستان کې د امریکا سفارت، کابل ته د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروستی سفر مهم او رغنده یاد کړی دی.

د سفارتخانې د بيان ترمخه، زلمي خلیلزاد له افغان چارواکو سره په لیدنو کې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره دې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره هر اړخیزه مرکچي پلاوی جوړ شي او د مذاکراتو لپاره دې چمتوالی ونیول شي.

په دې بیان کې هیله ښودل شوې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون به بېن الافغاني خبرو، یو هر اړخیزه دایمي ډزبندۍ او د باثباته سولې رامنځته کیدو ته زمینه برابره کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG