لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان حکومت دا تجویز رد کړی چې شخصي کمپنیو ته دې د طالبانو ضد جنگ وکړی شي


دا هفته صدر اشرف غني د اېرېک پرنس تجویز ته په اشاره وویل په "کرایه" جنگیدونکو خارجیانو ته به په هېواد کې د کار اجازت نه ورکوي

د افغانستان حکومت په رسمي ډول د یو امریکايي کاروباري تن دا تجویز رد کړی دی چې شخصي کمپنیو، شرکتونو، ته دې د طالبانو خلاف د جنگیدو دنده وسپارل شي.

د افغانستان د قامي سلامیته مشیر حمدالله محب د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د افغانستان حکومت او افغان ولس به په "هیڅ" صورت هم د ترهگرۍ خلاف جگړې نه "د گټې شخصي کاروبار جوړ نه کړي."

د افغانستان کې د قامي سلامتیه مشیر حمدالله محب
د افغانستان کې د قامي سلامتیه مشیر حمدالله محب

بیان وویل افغان حکومت په دې اړه د هیڅ قسم "تباه کونکي او تقیسم کونکي" بحث حمایت نه کوي.

په افغانستان کې د سله والو خلاف جگړه شخصي کمپنیو ته د سپارلو وړاندیز اېرېک پرسن نومې امریکايي سرمایه دار تن کړی دی.

اېریک پرنس تیره هفته هم په یو افغان ټیلي وژن وویل چې که چېرې شخصي کمپنو ته د افغان ځواکونو ترڅنگ د جنگیدو دنده وسپارل شوه نو په افغانستان کې جنگ "په شپږو میاشتو" کې ختمېدی شي.

د اېرېک پرنس د خبرو وروسته په افغان مطبوعاتو کې دا شکوک راپاریدلې دي چې گنی د صدر اشرف غني حکومت پشي شخصي کمپنو ته د جنگ د سپارلو په اړه د بحث د بیا راتازه کیدلو حمایت کوي او دا په داسې مهال چې د طالبانو خلاف جنگ کې افغان ځواکونه په ورستیو کې د مشکلاتو سره مخامخ شوې دي.

دا هفته صدر اشرف غني د اېرېک پرنس تجویز ته په اشاره وویل په "کرایه" جنگیدونکو خارجیانو ته به په هېواد کې د کار اجازت نه ورکوي.

د امریکې ددفاع وزېر جېم میټس هو هفتې وړاندې دغه تجویز رد کړی دی.

د افغانستان د قامي سلامتیه مشیر حمدالله محب وویل افغان ځواکونه د نړيوالو همکارانو په مرسته د هېواد دفاع ته ژمن دي. هغه وویل دا دنده "شخصي کاروبارونو" ته نشي سپارل کیدی. "مونږ به د خپلو کوښښو ارزښت د مالي گټې په طمع نه سپکوو."

د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچی که چېرې په افغانستان کې جنگ خارجي کمپنو ته وسپارل شو نو امکان دی چې د خلکو بې ځایه زورول کیدل زیات شي او د هېواد د انصاف کمزوري نظام ته زیان ورسیږي.

د پخوانی بلېک واټر کمپنۍ مشر اېرېک پرنس
د پخوانی بلېک واټر کمپنۍ مشر اېرېک پرنس

ادارې وویل چې د اېرېک پرنس پخوانۍ کمپني "بلیک واټر" په عراق کې د سنگینو جرمونو الزامات لگول شوې دي. د ښاغلي پرنس د موجوده کمپنۍ نوم اکېډمي دی.

هیومن رایټس واچ افغانستان په دې اړه ډیر ښه ریکارډ نه ل‏ري چې د انساني حقونو په خلاف ورزیو او د ملکي کسانو په وژنه کې تورن د امنیتي ځواکون غړي محاکمه کړي.

XS
SM
MD
LG