لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخوانی آسټرالیایی پوځي: د افغانستان په جنګ کې مې جنګي جرم ندی کړی


د اسټرالیا پخواني پوځي بېن رابرټس-سمېټ ته د وېکټوریا کراس جایزه د برطانیې د ملکې لخوا ورکړل شوې ده
د اسټرالیا پخواني پوځي بېن رابرټس-سمېټ ته د وېکټوریا کراس جایزه د برطانیې د ملکې لخوا ورکړل شوې ده

د آسټرالیا د پوځ یو پخوانی افسر چې پخپل ملک کې تر ټولو زیاتې پوځي جایزې او مېډالونه یې ګټلي دي، نن یې د آسټرالیا د دریېو لویو ورځپاڼو په خلاف دا مقدمه شروع کړه چې ګني په افغانستان کې د جنګي جرمونو په باب رپوټونو کې یې د هغه نوم بد کړی دی.

بېن رابرټس-سمېټ دا مقدمه د سېډني مارننګ هرالډ، د اېج، او د کانبېرا ټایمز اخبارونو خلاف په وفاقي عدالت کې درجه کړې ده. دغو ورځپاڼو په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د جنګ په اړه څېړنیز رپوټونه خواره کړي و او په کې یې ویلي و چې یو شمېر اسټرالیایي قواوو په افغانستان کې عام خلک وژلي دي.

په دې رپوټونو کې د بېن رابرټس-سمېټ نوم هم اخیستل شوی او ویل شوي چې هغه کسان وژلي، مګر سمېټ دا دعوې رد کړي او هغه یې د خپلې نوم بدۍ کوشش بللی دی.

د دې رپوټونو په بنیاد، بېن رابرټس-سمېټ په افغانستان کې یو عام کس قتل کړی او بیا یې خپل ملګري هم دې ته تشویق کړي چې د هغه کس په مصنوعي پښې کې شراب وڅښي. همدا راز په هغه دا تور لګول شوی چې یو بې وسلې افغان شپون یې په لغته وهلی له غره راغورځولی او او خپلو عسکرو ته یې هم امر کړی چې په هغه شپون ډزې وکړي.

بېن رابرټس-سمېټ وایي چې ورځپاڼو په افغانستان کې د جنګي جرمونو په حواله خپلو چاپ شوو مضامینو کې د ده په باب ګني له انصافه لېرې څرګندونې کړي دي.

رابرټس-سمېټ پخوا د اسټرالیا د خاصو قواوو یو افسر و چې په ۲۰۱۱ کال کې ورته د وېکټوریا کراس ورکړی شوی و، او دا د اسټرالیا په پوځ کې تر ټولو معتبره مډال ګڼل کیږي. نوموړي په ۲۰۱۳ کال کې د پوځ دنده خوشې کړه او اوس په اسټرالیا کې د یوې میډیا کمپنۍ مشر دی.

هغه وایي چې د افغانستان په جنګ کې یې څه غلطي نده کړې او د اخبارونو لخوا چې دده په حقله څه ویل شوي، هغو کې دا یو داسې جنګي مجرم ښکاره کړی شوی چې د عامو افغانانو په وژلو یې خپل هېواد شرمولی دی. رابرټس-سمېټ وایي، د ورځپاڼو هغه رپوټونه «بې بنیاده» او «نیمګړي» دي.

د هغه وکیل د گل/دوشنبې په ورځ وویل چې بېن رابرټس-سمېټ «یو غېرمعمولي» پوځي و خو د «بی ایمانه جرنلیزم» او «دروغو» ښکار وګرځېد.

د رابرټس-سمېټ د قضیې اورېدنه په سېډني کې روانه ده او په آینده لسو هفتو کې به شاوخوا شپېته (۶۰) ګواهان په دې مقدمه کې عدالت ته خبرې وکړي. په دې ګواهانو کې، ځیني به یې د کابل نه د ویډیو لېنک له لارې عدالت ته خپله ګواهي وړاندې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG