لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: په افغانستان کې د ملکي خلکو په تلفاتو کې نهه فیصد کمی شوی دی


په افغانستان کې د ملگرو ملتونو څانگې یوناما مشر تدامیچي یماموتو
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو څانگې یوناما مشر تدامیچي یماموتو

ملگرو ملتونو ویلي تیر کال په افغانستان کې جنگونو دلاسه د ملکي خلکو په تلافاتو کې نهه فیصد کمی شوی دی خو د سږ کال دپاره ادارې ویلي په داسې مهال چې د اوړمي په موسم کې په جگړو کې اضافه کېږي ملکي خلکو د زیان کچه زیاتیدی شي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو څانگې یوناما مشر تدامیچي یماموتو په کابل کې خبري غونډې ته وویل په کال ٢٠١٧ م کې ٣۴٣٨ ملکي کسان وژل شوي دي.

هغه وویل که د افغانستان په جنگ کې ښکیلو فریقینو د ملکي کسانو د ژغورنې دپاره څه اقدامات وانخیستل نو سږ کال به هم ملکي خلک د تلافاتو سره مخامخ شي.

د یوناما د شمیرو ترمخه په کال ٢٠١٦ م کې ٣٥١٠ ملکي کسان وژل شوي وو.

د کابل خبري غونډې ته د ملگرو ملتونو د انساني حقونو مسؤل ډینیل بیل وویل تیر کال د ملکي خلکو کم تلافات یو ښه پرمختگ دی.

رپورټ وايي ملکي خلکو ته د تلفاتو ۴٠ فیصد برخه د ځانمرگي حملو او د دیسې بمونو دلاسه شوي ده. د تلفاتو نوره ٣٣ فیصد برخه د امنیتي ځواکونو او د وسلوالو ترمنځ په ځمکه د جگړو دلاسه رامنځته شوي ده. نور تلفات د هوايي بمبارۍ لاسه شوي دي، رپورټ وايي.

رپورټ وايي د ملکي کسانو د تلفاتو ٧٠ فیصد برخه د طالبانو او داعش وسلوالو په غاړه ده او ٢٠ فیصد ملکي تلفات د حکومتي امنیتي ځواکونو او د حکومت پلوه مسلح ډلو او نړي والو ځواکونو په غاړه دي.

د یوناما مشر تدامیچي یماموتو په دې خبره زور واچولو چې د افغانستان د مسلې د حل دپاره دې امناکه لارې چارې ولټول شي.

د امریکې کانگرس ته دا هفته وړاندې شوي د استخباراتي ادارو په یو رپورټ کې په افغانستان کې د ورستي صورتحال حال بیان شوی دی. رپورټ وايي په کال ٢٠١٨ م کې به د سیاسي بې ثباتۍ او د طالبانو د حملو په ترڅ کې حالات معلولی خرابیږي. رپورټ وايي که څه هم شهري سیمې به د افغان حکومتي ځواکونو په قابو کې وي خو په پراخه سیمې کې د طالبانو د فعالیتونو په وجه به په حکومتي ځواکونو فشار زیات وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG