افغانستان دپاره د ملگرو ملتونو دفتر وايي د سږ کال په وړمبو دریو میاشتو کې په جنگ ځپلې هیواد کې ٢٠٠٠ کسان وژل شوي دي.
یو این اسسټن مشن ان افغانستان، یوناما، وايي د کال ٢٠١٦ د دغه دریو میاشتو مرگونه د تیر د کال وړمبو دریو میاشتو په مقابله کې دوه فیصد اضافه ښائي.
د ملکي کسانو د تلافاتو په اړه اداره وايي سږ کال د عامو خلکو په وژنه کې ١١ فیصد کمی شوی دی.
د یوناما مشر نکولس هیسم په جگړه کې ښکیلو ډلو د احتیاط او د ملکي خلکو د تحفظ غږ کړی دی. هغه وویل په جنگ کې شدد دا معنا نه لري چې په جنگ کې ککړ فریقین د انسانانو د تحفظ په اړه قوانین د نظر نه وغورځوي.
یوناما وايي په تیرو اووه کلونو کې په افغانستان کې د ١١٠٠٠ کسان وژل شوي دي چې پکې د کال ٢٠١٥ ٣٥٠٠ مرگونه هم شامل دي.
د اتوار، یکشنبې، په ورځ په افغانستان کې د تلافاتو په اړه د شمیر شمیرو اعلانولو په مهال یوناما زیاتره ملکي کسانو ته د مرگ ژوبلو اړولو پړه په طالبانو واچوله. اداره وايي ٦٠ فیصد مرگ ژوبلې طالبانو د لاسه رامینځته شوي دي. دغه شمیره د تیر کال په مقابله کې ١٥ فیصد کمه ده.
یوناما د ١٩ فیصد مرگ ژوبلو ذمه واري په افغان او اتحادي ځواکونو اچولې ده چې د تیر کال د وړمبو دریومیاشتو په مقابله کې ٧٠ فیصد زیاته ده. یوناما وايي په جنگ کې د زنانه ؤ په مرگونو کې پنځه فیصد اضافه شوي ده خو دتیرکال د وړمبو دریو میاشتو په مقابله کې د ماشومانو په وژل کیدو کې ٢٩ فیصد کمی شوی دی.