لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه وايي تېره میاشت د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو دلاسه د ملکي خلکو مرګ ژوبله زیاته شوي


یوناما وویل د اپرېل د لومړۍ میاشت راهسې ادارې د ۱۵ طبي کارکوونکو تښتېدل ریکارډ کړي دي

ملګري ملتونه وايي تېره میاشت په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو دلاسه د ملکي خلکو په تلفاتو کې ۳۸ فیصد او د طالبانو دلاسه د ملکي خلکو په تلفاتو کې ۲۵ فیصد اضافه شوي ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوناما د نهې، سه شنبې، په ورځ په جنګ ځپلې هېواد کې ملکي کسانو ته د زیان په اړه خپل بیان کې وویل عامو خلکو ته زیاتېدونکی نقصان د دې خبرې اهمیت نور هم زیاتوي چې په جنګ کې ښکلیلې ټولې ډلې دې جنګ ودروي او توجه دې د سولې بین الافغاني خبرو شروع کوولو ته واړوي.

یوناما وویل د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د مشر خاص استازي مېرمن ډېبرا لاینز وویل: "زه د جګړې د دریدلو غږ کوم او له ښکیلو خواوو څخه غواړم چې د بشردوستانه قانون درناوی وکړي چې موخه یې د ملکي وګړو ساتنه ده."

یوناما وویل لومړنۍ شمېرې ښايي چې تېره میاشت، په اپرېل کې، طالبان د ۲۰۸ ملکي کسانو د مرګ ژوبلې ‌‌ذمه وار وو چې د ۲۰۱۹ د اپرېل د میاشت او د سږ کال د مارچ د میاشت په مقابل کې د ملکي خلکو په تلفاتو کې ۲۵ فیصد زیاتوالی دی.

ادارې وویل د اپرېل په میاشت کې ۱۷۲ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړېدلې چې د افغان امنیتي ځواکونو سره تړلی ده او د تېر کال او د سږ کال د مارچ د میاشت په مقابل کې ۳۸ فیصد زیاتوالی څرګندوي.

ادارې وویل د داعش خراسان څانګې دلاسه د تشدد په زیاتوالي تشویش زیات کړی دی.

یوناما وویل د اپرېل د لومړۍ میاشت راهسې ادارې د ۱۵ طبي کارکوونکو تښتېدل ریکارډ کړي دي.

یوناما وویل د می په میاشت کې تر دا وخت یې په افغانستان کې د تشدد کومې پېښې ریکارډ کړي دي پکې د می په ۱۲ نېټه په کابل کې ماشومانو په هسپتال حمله کې ۲۴ ملکي کسان ووژل شو چې زیاتره مېرمنې او نوي زیږېدلي ماشومان وو. د داعش خراسان ډلې په ننګرهار کې په جنازې د حملې ‌‌ذمه واري ومنله چې پکې ۱۹ ملکي کسان ووژل شو. د می په ۱۴ نېټه په ګردیز کې طالبانو د ځانمرګي موټر بم چاودنې ۳۳ ملکي کسان زخمیان کړل.

یوناما وویل د می په ۱۱ نېټه په بلخ کې د افغان پوځ په هوايي بمبارۍ کې نهه ملکي کسان ووژل شوو او ۱۳ پکې زخمیان شوي وو. ادارې وویل ملکي کسان طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو مخه نیولو دپاره د یو سړک په تباه کوولو اخته کړي وو.

یوناما وویل دا حملې د دې خبرې ضرورت زیاتوي چې د افغانستان په جنګ کې ښکېلې ډلې دې د نړیوال قانون احترام دې وکړي چې پکې د احتیاط نه کار اخیستل هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG