لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناامني په زرگونو افغان ماشومان د پولیو پرضد څاڅکو نه محرومه پاتي کړي


د افغانستان د صحت وزارت ترمخه، د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د پولیو درې کیسونه رپورټ شوي دي چې دوه په کندهار او یو په خیتځ ننگرهار ولایت کې دی
د افغانستان د صحت وزارت ترمخه، د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د پولیو درې کیسونه رپورټ شوي دي چې دوه په کندهار او یو په خیتځ ننگرهار ولایت کې دی

په افغانستان کې په پراخه کچه د نامنۍ له کبله د د صحت کارکونکي د زرگونو په شمیره کې ماشومانو ته د پولیو نه د بچ کیدو څاڅکې ور نه کړی شي. دا خبره افغان مامورین کوي.

د افغانستان د پولیو په اړه د پوهې او د دې مرض د مخنیوي د پروگرام مشر میر جان راسخ وي او ای ته وویل د پولیو خلاف هر کمپاین کې هدف دا وي چې د کارکونکي شپږ میلین ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکي ورکړي.

خو ښاغلي راسخ زیاته کړه چې د بې امنۍ، جنگونو او د پولیو د مسلح ډلو د پولیو د څاڅکو مخالفت په وجه درې لکه ماشومان د څاڅکو نه محرومه پاتې شي.

هغه وویل "د داعش وسلوال په خپلو سیمو کې ماشومانو ته اجازت نه ورکوي چې د پولیو خلاف څاڅکې ترلاسه کړي."

افغان مامورین وايي په خیتځ او په جنوبي افغانستان کې دوامداره جنگ، طالبان، داعش او د نورو مسلح ډلو د موجودگۍ له امله د پولیو خلاف کارکونکي لرې پرته سیمو ته رسايي نه لري.

د افغانستان د صحت وزارت ترمخه، د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د پولیو درې کیسونه رپورټ شوي دي چې دوه په کندهار او یو په خیتځ ننگرهار ولایت کې دی.

تیر کال په کندهار کې اووه، په هلمند کې دوه، ننگرهار کې درې، زابل او کندوز کې وو د پولیو کیس رپورټ شوی و.

افغانستان، پاکستان او نائجیریا د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې د پولیو مرض پکې شتون لري.

افغانستان او پاکستان څه دپاره ٢٠٠٠ کلومیټره اوږد سرحد لري. د دواړو هیوادونو ترمنځ د رزگونو په شمیره کې خلک تگ راتگ کوي.

په ننگرهار کې د صحت چارواکي وايي تر ٨٠٠٠ ؤ پورې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه دي ورکړی شوي.

د ننگرهار د صحت د څانگې یو چارواکی نجیب الله کموال وي او ای ته وویل په یو وخت کې د ننگرهار په پنځو ناقراره اولسوالیو کې د هغه ماشومانو شمیره ١٧٠٠٠ وه چا چې د پولیو ضد څاڅکې نه وو ورکړی شوي خو اوس دغه شمیره ٨٠٠٠ ته را کمه شوي ده.

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې چارواکې وايي د پولیو خلاف په ورستي کمپاین کې ٣٠٠٠٠ ماشومان د پولیو څاڅکو نه محرومه پاتې شوي دي.

د جوزجان والي لطف الله عزیزي تیره میاشت مطبوعاتو سره خبرو کې په مسلح ډلو غږ وکړو چې په خپلو سیمو کې دې د پولیو خلاف کمپاین په لاره کې خنډان نه راولاړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG