لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو افغان امریکنی په امریکا کې د جعل او د میلینونو ډالرو په غبن ونیول شو  


د امریکا حکومت د نعیم اسماعیل په نوم یو افغان د میلینونو ډالرو غبن په کېس کې په کلیفورنیا کې ګرفتاره کړی دی. په نعیم اسماعیل باندې دا تور لګېدلی چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د افغانستان د یو بانک (بانک ملي افغان) د نیویارک ښار له څانګې څخه شاوخوا لس میلینه ډالره په چل و ول اخیستي و، او بل دا چې له خلکو یې هم د سرمایه کارۍ په چلبازۍ، پیسې شکولې دي.

د نیویارک د جنوبي ضلعې سرکاري وکیل آډري سټراس، سیګار یا د افغانستان د بیارغاونې دپاره د امریکا سرڅارونکي جان اېف ساپکو، او نورو چارواکو ویلي، شپېته کلن نعیم اسماعیل چې د افغانستان او امریکا غبرګ شهریت لري، د شورو/چهارشنبې په ورځ د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې نیول شوی دی.

افغان چارواکو ویلي چې د نعیم اسماعیل قضیه یې دا څو کاله څېړله او په ۲۰۱۶ کال کې دا کېس امریکایي چارواکو ته وسپارل شو او (بانک ملي افغان) هم د اسماعیل نعیم د موندنې او عدالت ته یې د سپارلو په برخه کې له امریکایي چارواکو سره کار کړی دی.

ویل کیږي چې نعیم اسماعیل د لسګونو امریکاییانو څخه د قرضې او یا سرمایه کارۍ په بهانه پیسې هم شکولې دي.

د نیویارک د جنوبي ضلعې سرکاري وکیل آډري سټراس وایي: په نعیم اسماعیل تور پورې دی چې څه باندې پنځلس میلینه ډالره یې په فریب له سرمایه کارانو اخیستي او هغو ته یې د دروغو وعدې ورکړي چې د دوی په پيسو به سرمایه کاري وکړي او ګټه به یې هغوی ته ورکوي. اوس اسماعیل د امریکا په قید کې دی او د فډرال حکومت لخوا درانه الزامونه ورباندې لګیدلي دي.

په نیویارک کې د امریکا د سرکاري وکیل په بیان کې راغلي چې په شپېته کلن نعیم اسماعیل دغه تورونه لګېدلي دي: له بانک سره فریبکاري، د پېسو جعلي آنلاین انتقال چې بانک یې اغېزمن کړی، او د بانک سره د جعلکارۍ او د پیسو په ترسیل کې د جعلکارۍ په دسیسو کې لاس درلودل. دا درانه الزامونه دي چې ښایي هر یو یې حد اعظم تر دېرشو کالو پورې د بند سزا ولري. خو بیا هم یقیني نده چې قاضی به ورته د څو کالو بند سزا واوري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG