لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه د ازبکستان د ترمذ ښارګوټي د لارې افغانستان ته فوري امداد رسوي


د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره – یو ان اېچ سي آر – وایي چې د افغانستان دپاره په بنیادي بشري مرستو بار درې فوري پروازونه د جمعې په ورځ افغانستان پولې ته څېرمه د ازبکستان ترمذ ښارګوټي ته رسېدلي او دا هفته به دوه نور جهازونه هم هلته ورسیږي. پام کې ده چې ترمذ به د افغانستان دپاره د نړېوالو مرستو د تقسیم یو مرکز وګرځول شي. بل اړخ ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې خبرداری ورکړی چې میلینونه کسان په افغانستان کې فوري امداد ته ضرورت لري او که ورته ونه رسیږي، نو د ژمي په ساړه موسم کې خلک مړه کېدلی شي.

دا چې د افغانستان ائیرپورټونه د تجارتي پروازونو په مخ تړلي پاته دي، نو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې خپل د فوري مرستو پروازونه د افغانستان په ځای ترمذ ته لېږلي او په پام کې ده چې د ازبکستان هغه سرحدي ښارګوټی به د افغانستان سره د پراخو بشري مرستو د رسولو په یو مرکز بدل شي.

د یو اېن اېچ سي آر ویاند بابر بلوچ وویل چې ترمذ ته په رسېدلو درېیو جهازونو کې ټولټال د سل ټنه زیات د پناه ګاه سامان، کمبلې، پلاسټیکي څادرونه، او نور د مرستې سامانونه لېږدول شوي چې د ژمي سوړ موسم کې به د اړمنو افغانانو مرسته وکړي.

بابر بلوچ زیاته کړه چې دا مرستې به د ترمذ نه مزارشریف ښار ته په ټرکونو کې ورسول شي او بیا به په یو لاک و شپږ ویشت زره افغانانو باندې تقسیم شي. هغه وویل چې د نور امداد دپاره به هم ضرورت وي، او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره په دې امید ده چې د نیم میلینه افغانانو سره مرستې وکړي.

د یو ان اېچ سي آر د ترجمان، بابر بلوچ وینا ده چې، "مونږ دې ته ضرورت لرو چې کابل ژر تر ژره خپل فعالیتونه له سره پیل کړي. مقصد مې دا دی چې ډېر کارونه ورپورې تړلي دي. او همدا راز مونږ امیدواره یو چې کابل ته خاص پروازونه ولېږو، زمونږ امدادي وسایلو سره، او لا ډېر امداد راوړو. نو که هرچېرته وسایل آماده شي، مونږ به بیا وکړی شو چې هغه افغانستان ته منتقل کړو."

د ملګرو ملتونو د اندازې له مخې، په افغانستان کې اتلس میلینه کسان، چې د ملک نیمه آباتي کیږي، بشري مرستو ته ضرورت لري. همدا راز د درې نیم میلنه نه زیات افغانان د ملک دننه بېځایه دي چې په دې کې د نیم میلینه زیات کسان یې همدا سږکال د خپلو کورونو نه بېځایه شوي دي.

بابر بلوچ وویل، افغانستان کې خلک په زښته ډېره بې وسۍ ژوند تېروي. څو ورځې وړاندې، هغه وویل چې د کابل ښار نه پنځلس-شل کلومټره لېرې د مرستو د تقسیم یو مرکز ته تللی و او هلته یې د هغو خلکو بدحال ترسترګو شو چې د امداد اخیستو دپاره صفونو کې ولاړ و.

د بابر وینا ده چې، "کله زه هلته درېدلی وم، یوه زړه مور مو ولیدله چې زمونږ د سترګو مخې ته بېحاله ولوېدله. نو چې کله همکارانو مې هغه ولیدله، معلوم شو چې د بیحاله کېدو وجه یې دا وه چې څو ورځې یې څه نه و خوړلي. هغه ښځه د خپلې کورنۍ مشره وه او خپل فامیل ته یې هم باید خوراک برابر کړی و."

د کله نه چې طالبانو د اګسټ په نیمایي کې افغانستان کې واک اختیار ترلاسه کړ، ښځې یې د کار کولو نه منعه کړي او همدا شان جینکۍ نه پرېږدي چې سکولونو یا پوهنتونونو او دفترونو ته ولاړې شي.

د یو ان اېچ سي آر ویاند وایي، ژمی راروان دی او د ساړه موسم د رارسېدو نه مخکې باید مرستې په تېزۍ سره ورسول شي، که نه په ژمي کې د افغانستان لېرې پرتو سیمو ته رسایي مشکله کیږي. هغه خبرداری ورکړ چې د افغانستان سوړ موسم، هغه غریبان مړه کولی شي کوم چې د کوم امداد نه بې برخه پاته کیږي.

بل اړخ ته طالبان وایي چې د دوی خارجه وزیر امیر خان متقي او ورسره ملګرو یې، په ترکي کې د هغه هېواد د بحران او بېړنیو حالاتو د انتظام ادارې له مشر یونس سیزر سره کتلي او په هغه کې طالبانو له ترکي غوښتي چې د ژمي د راتګ نه مخکې دې د افغانستان لېرې پرتو سیمو ته مرستې ورسول شي. د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې په دې لیدنه کې طالبانو ترکي ته آمادګي څرګنده کړې چې که دوی بشري مرستې وکړي، نو طالبان به یې په رسولو او انتظام کې مدد وکړي.

یاده دې وي چې د طالبانو حکومت تر اوسه په نړۍ کې هېچا په رسمیت ندی پېژندلی او نړېوالو دا ژمنه کړې چې که افغانانو سره امداد کیږي، نو دا امداد به نېغ په نېغه وي او طالبانو ته به په لاس نه ورځي.

XS
SM
MD
LG