لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: دتشدد په پېښوکې 29 کسان وژل شوي دي


افغانستان: دتشدد په پېښوکې 29 کسان وژل شوي دي
افغانستان: دتشدد په پېښوکې 29 کسان وژل شوي دي

افغان چارواکي وائي په جنوب ختيځ ولايت پکتيکا کې د پوليسو په مرکز دوه ځانمرګي بريدونه ترسره شوي چې پکې د لمړيو اطلاعاتوله مخې 12 کسان وژل شوي دي او16 ژوبل شوي دي.
د پکتيا دولايتي شورا مشر نواب وزيري په دغه هکله وئيلي دي ځانمرګي بريد کوونکو دپوليسو وردۍ اغوستې وې.
د هغه وينا ده يو ځانمرګي د پوليسو دهيډکوارټر دننه او بل ددروازې سره نزدې په ځان پسې تړلي چاؤديدونکي مواد چولي دي.
هغه وويل دچاؤدنو په ځايې کې په ګڼ شمير کې مړي پراتۀ دي.
د ځائي پوليسو يو وياند جنرال داؤد اندرابي وائي دواړه چاؤدنې پرله پسې دشلو منټو په دمه کې ترسره شوي دي.
بلخوا نيټو ویلي افغان او ائتلافي ځواکونو تيره شپه په ختيځ افغانستان کې دعملياتو په مهال لږ ترلږه 15 تندلاري وژلي دي.
د نيټو لخوا جاري کړل شوي بيان کې وئيل شوي دي امنيتي ځواکونو دننگرهار په شيرزاد اولسوالۍ کې دطالبانو ديو مشر لټه کوله چې په دغه مهال پرې دتندلارو لخوا بريد وکړل شو.
بيان کې راغلي له دې وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ په شوې نښته کې 15 جنگيالي وژل شوي دي.
نيټو وائي اوس مهال دا معلومات ترلاسه کوي چې ايا په دغو وژل شوؤ طالبانو کې هاغه طالب مشر هم شامل دى چې هغوي يې لټه کوله؟
په سيمه کې يو اولسوال محمد حسن ددغه نښتې په هکله وئيلي دي په نښته کې ديو مقامي طالب کمانډر په شمول خواؤشا 18 تندلاري وژل شوي دي.
همدغه شان ايساف وائي پرون دجمعې په ورځ په جنوبي ولايت هلمند کې ائتلافي اوافغاني ځواکونو وروستو له هغې دوه شکمن تندلاري ووژل اوګڼ شمير يې ونيول چې دافغاني او ايساف ځواکونو په نخښه کولو لپاره يې 17 ناکامه هڅې وکړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG