لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان : دتندلارو بريد کې دنيټو يو عسکر وژل شوى دى


افغانستان : دتندلارو بريد کې دنيټو يو عسکر وژل شوى دى

ائتلافي پوځونه وائي چې په ختيز افغانستان کې دتندلارو لخوا په ترسره شوي بريد کې دناټو يو عسکر وژل شوى دى.

دنيټو په بيان کې دوژل شوي پوځي دقوميت او ددغه پيښې دځايې په حقله نور جزئيات نۀ دي ورکړل شوي.

له دې وړاندې په يو بل بريدکې ژوبل شوى دنيټو يو عسکر دجمعې په ورځ هم مړ شوى ؤ چې دهغه په هکله هم نيټو کوم جزئيات نۀ دي ورکړي.

سږکال په افغانستان کې دامريکا او دهغې دائتلا فيانو د670 څخه زيات پوځيان وژل شوي او دتيرو نهو کالو څخه په افغانستان کې دروانې جگړې په مهال دغه په يو کال دوژل کيدونکو بهرنيو عسکرو ترټولو لويه شميره ده.

په افغانستان کې ميشتو ائتلا في ځواکونو په يو بل بيان کې ادعا کړې ده چې په بادغيس ولايت کې يې ديو هوائي بريد په مهال دطالبانو يو مهم کمانډر وژلى دى.

دبادغيس دپوليسو مرستيال مشر عبدالجبار خان خبريالانو ته وئيلي دنيټو په بريد کې چې کوم طالب کمانډر وژل شوى هغه تور خان نوميدو او زياتره وخت به يې دافغاني او ائتلا في ځواکونو دتيريدو په لاره کې بمونه ښخول او په امنيتي ځواکونو به يې دبريدونو دپاره پلانونه جوړول.

XS
SM
MD
LG