لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش ویلي په چسپکي بم یې افغان ډاکټره وژلې 


د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې خبریالا ملاله مېوند په جلال اباد کې وژل شوي ده. داعش په هغې د حملې مسولیت منلی
د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې خبریالا ملاله مېوند په جلال اباد کې وژل شوي ده. داعش په هغې د حملې مسولیت منلی

داعش وسله والې ډلې د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکزي ښار جلال اباد کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په چسپکي بم د یوې ډاکټرې د وژلو ‌ذمه واري ومنله. داعش په جلال اباد کې د انعکاس ټېلې وژن د دریو کارکوونکو د وژلو ‌‌ذمه واري هم په غاړه اخیستې ده.

د انعکاس دریواړه کارکوونکي د نهې، سه شنبې، په ورځ په بېلا بېلو حملو کې وژل شوي دي.

په جلال اباد کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د تشدد په اړه اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د افغان مامورینو له قوله وویل چې نښلېدونکی بم په هغې رکشې پورې لګول شوی وو چې ښځینه ډاکټره پکې ناسته وه.

د وي او ای اشنا څانګې په رپورټ کې د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي له قوله وېل شوي چې د نښلېدونکي بم په چاودنه کې د ننګرهار روغتون د نسايي ولادي څانګې ډاکټره صدف ووژل شوه. یوه لارونکي ماشومه زخمي شوي ده.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي د داعش وسله والې ډلې په یو بیان کې د حملې ذمه واري ومنله او ویې وېل چې وژل شوي مېرمن په جلال اباد کې د افغان استخباراتو دپاره کار کولو.

يوه ورځ وړاندې په ننګرهار کې د تشدد په بله پېښه کې د یوې کارخانې اووه کسان په ډزو وژل شوي دي.

ای پي د ننګرهار د پولیس مشر جمعه ګل همت له قوله وویل چې دغه وژنې د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې شوي دي او په دې لړ کې څلور مشکوک کسان نیول شوي هم دي.

د پولیس ترجمان فرید خان ای پي ته وویل د سرخرود په کارخانه (فابریکا) کې کارکونکي د هزاره ټولنې غړي وو چې د روزګار په غرض د کابل، بامیان او بلخ نه سرخرود ته راغلي وو.

په کارکونکو د حملې ‌ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې خو ای پي په خپل رپورټ کې وايي داعش د هزاره ټولنې په وګړو حملې کړي دي.

داعش د انعکاس ټېلې وژن په دریو مېرمنو کارکوونکو د نهې، سه شنبې، په ورځ د حملې ‌‌مسولیت هم منلی دی.

مرسل واحدي، سعدیه سادات او شهناز روفي به یو ځای ته دفتر نه کور ته د تګ به غرض ووتلې خو په بېلا بېلو حملو کې ووژل شوې.

څېړونکي وايي په افغانستان کې په خبریالانو او د انساني حقونو په فعالانو حملې زیاتې شوي دي چې چارواکي يې پړه په طالبانو اچوي خو طالبان د دوی د ککړتیا خبره ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG