لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بنګله دېش افغانستان ته په ټي ټوېنټي لوبه کې په ۴ وکټو ماتې ورکړه


په بنګله دېش کې روان د افغانستان، بنګله دېش او زمبابو ترمنځه د ټي ټوېنټي لوبې په سیریز یا ټورنامنټ کې نن کوربه بنګله دېش افغانستان ته په ۴ وکټو ماتې ورکړه.

د ننۍ لوبې ټاس یا پچه بنګله دېش وګټله خو لومړی یې افغانستان ته د بېټنګ بلنه ورکړه. د افغانستان لومړي لوبغاړو (اوپنرانو) ښه بېټنګ وکړو او په ۹.۳ اورونو کې يې د ۷۵ منډو پارټنرشپ وکړو.

د افغانستان اوپنر حضرت الله ځاځۍ په ۴۷ منډو د عفیف حسین په بال آوټ شو. د افغانستان د لومړي وکټ غورځیدو وروسته راتلونکي لوبغاړي په کریز ټینګ نه شول او پرله پسې اوټ شول.

د حضرت الله ځاځي وروسته اصغر افغان په ۰، رحمت ګربز په ۲۹، نجیب الله ځدران په ۱۴،محمد نبي په ۴، پخوانی کپتان ګلبدین ناېب په ۱ او کریم جنت په ۳ منډو جوړولو آوټ شول. د افغانستان لومړی وکټ په ۷۵ او بیا د په ۹۶ رنزونو ۵ لوبغاړي سوځیدلي وو.

خو د افغانستان کېپتان راشد خان او شفیق الله په اخیري دریو اورونو کې په میدان ټینګ شول او دواړه تر اخیره لوبه وکړه. راشد خان په ۱۱ او شفیق الله په ۲۳ منډو ناټ آوټ پاتې شول.

د بنګله دېش لخوا عفیف حسین ۲، مستفیظ الرحمان، شکیب الحسن، شفیع السلام او سیف الدین ۱،۱ وکټ واخست.

د ۱۳۸ منډو په ځواب کې د بنګله دېش د لوبې پېل هم سم نه وو او لومړي لوبغاړي يې ډیر زر وسوځیدل. د بنګله دېش اوپنران لېټن ډاس په ۴، او نجم الحسین په ۵ منډو جوړولو اوټ شول. خو بیا د بنګله دېش کېپتان شکیب الحسن او وکټ کيپر مشفیق الرحیم ښه پارټنرشپ وکړو او دواړو په ۴۰ بالونو ۵۰ منډې جوړې کړې. د بنګله دېش دریم لوبغاړی مشفیق الرحیم په ۱۰ اوور کې هغه وخت وسوځید چې کله يې د ډلې ټول رنزونه ۷۰ وو. د مشفیق وروسته محمدالله، صابر رحمان او عفیف حسین د افغانستان د ښه بالنګ مقابله وه نه کړی شوه او ډیر زر زر وسوځیدل. په دغه وخت کې داسې ښکاریدله چې لوبه افغانستان په لاسو کې ورغله خو د بنګله دېش آلراونډر مصدک حسین د شکیب الحسن سره په اخیري اورونو کې ښه لوبه وکړه او په ۱۹ اوور کې يې حدف ترسره کړو.

د بنګله دېش لخوا شکیب الحسن ۷۰ منډې جوړې کړې او ناټ اوټ پاتې شو. مصدف حسین هم په ۱۲ بالونو ۱۹ مهمې منډې جوړې کړې او د بنګله دېش ګټه يې پخښه کړه.

د افغانستان لخوا راشد خان او نوین الحق ۲،۲ او مجیب الرحمان او کریم جنت ۱،۱ وکټ واخستو. ننۍ لوبه دنوین الحق لومۍ لوبه وه او په خپلو ۴ اورونو کې يې د ۲۰ منډو په ورکولو ۲ وکټې واخستې.

د بنګله دېش، افغانستان او زمبابوې ترمنځه روان دغه سیریز یا ټورنامنټ اخیرۍ لوبه (فاېنل) به د نهې / سهشنبې په ورځ کیږي.

XS
SM
MD
LG