لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان قامي لوبډله د کرکټ نړیوال جام ته څنګه وتلی شي؟


تیره ورځ د افغانستان کرکټ ټیم په زمبابوې کې د متحده عرب اماراتو کرکټ لوبډلې ته په ماتې ورکولو د کرکټ د نړیوال کپ د غوراوي په سیالیو کې خپلې هیلې ژوندۍ ساتلي او یو وارې بیا د افغانستان د کرکټ نړیوال جام ته د وتلو فیصله به په راروانو دوو ورځو کې د نورو هیوادونو د لوبو وروسته کیږي.

که د شورو یا چارشنبې په ورځ سکاټلېنډ وېسټ انډیز ته ماتې ورکړي او بیا د زیارت یا پنجشنې په ورځ عرب امارات زمبابوی ته ماتې ورکړي، او د جمعې په ورځ افغانستان اېيرلېنډ ته ماتې ورکړه نو بیا افغانستان په غوره رن ریټ د نړیوال جام سیالیو کې د وتلو امکان لري.

خو که چرې د شورو د ورځې لوبه وېسټ انډیز ګټي او د زیارت د ورځې لوبه زمبابوې ګټي نو دغه دواړه هیوادونه (وېسټ انډیز او زمبابوی) به د راروان کال نړیوال جام ته ووځي.

د عرب اماراتو پرضد په خپله لوبه کې د افغانستان لخوا یو وارې بیا راشد خان غوره بالنګ کړی او پېنځه لوبغاړي يې سوځولي. راشد خان په خپلو نهه اورونو کې ۴۱ منډې ورکړي او په روانو سیالیو کې تر ټولو زیاتې وکټې ترلاسه کونکې توپ اچونکې هم جوړ شو. د کرکټ ورلډ کپ کوالېفاېنګ لوبو کې راشد خان ۱۵ لوبغاړي سوځولي او په بالرانو کې تر ټولو وړاندې دی.

د اصغر ستانکزۍ د افغانستان قامي لوبډلې ته راتلو وروستو راشد خان د عرب اماراتو پرضد لوبه کې د لوبډلې مشري یا کېپتاني هغه ته پریښوده، چې له امله یې په بالنګ کې غوره کاکردګي ښودلې.

د دې تازه وکټو ترلاسه کولو وروستو راشد خان په کمو لوبو کې تر هر چا وړاندې ۱۰۰ وکټو ترلاسو کولو ته نژدې شوی دی. دا مهال راشد خان په ۴۲ یوه ورځنۍ لوبو یا ون ډی کې ۹۶ وکټې اخېستي.

د راشد خان نه وړاندې د اسټریلیا تیز توپ اچونکي مېچل سټارک په ۵۲ یوه ورځني مېچونو کې ۱۰۰ وکټې ترلاسه کړې وې او عمر يې ۱۹ کاله وو.

په دغه حساب راشد خان ته یواځې څلور نور لوبغاړي سوځول دي چې ورسره به هغه په کم عمرۍ او په لږو لوبو کې تر ټولو وړاندې ۱۰۰ لوبغاړي وسوځوي.

د عرب اماراتو او افغانستان تر مېنځه دا شپږمه لوبه وه چې د ګټې او بیلات په حساب برابر پاتې دي. په دغه شپږو لوبو کې درې افغانستان او درې عرب اماراتو ګټلي.

که افغانستان د کرکټ نړیوال جام ته ووځي او که نه دا خبره یو ښکار حقیقت دی چې راشد خان د کرکټ په نړۍ کې هغه ځوان افغان لوبغاړی (سپېن بالر) دی چې ډیر زر به په خپل غوره توپ اوچونې یو شمیر نور نړیوالې جاېزې هم ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG