لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرکټ نړیوال جام: وېسټ انډیز افغانستان ته په ۲۳ منډو ماتې ورکړه


په برتانیه کې د کرکټ نړیوال جام په روانو لوبو کې نن د وېسټ انډیز او افغانستان تر منځه لوبه کې وېسټ انډیز په ۲۳ منډو ماتې ورکړه.

دا په روان ورلډ کپ کې د افغانستان او وېسټ انډیز د لوبډلو اخیرۍ لوبه وه چې د وېسټ انډیز په ګټه تمامه شوه. د افغانستان لوبډلې په روان نړیوال جام کې پرله پسې خپلې ټولې ۹ لوبې وباېللې.

نن د لوبې ټاس یا پچه وېسټ انډیز ګټلې وه او د لومړي بېټنګ فیصله يې وکړه. د وېسټ انډیز کرېس ګېل او ايون لوېس محتاطه لوبه پېل کړه او کرېس ګېل په ۱۸ بالونو د ۷ منډو جوړولو وروسته د دولت ځدران په بال وېکټ ساتونکي اکرام علي خیل کېچ کړو.

د کرېس ګېل د اوټ کیدو وروسته د لوېس او شی هوپ تر منځه ۸۰ منډو پارټنرشپ وشو چې ورسره د وېسټ انډیز پاتې لوبغاړو ته د ښه بېټنګ کولو موقع هم په لاس ورغله.

د وېسټ انډیز لخوا شی هوپ ۷۷، لوېس او پورن ۵۸، ۵۸ ، کېپتان جېسن هولډر ۴۵او هېټ ماېر ۳۹ منډې جوړې کړې.

د وېسټ انډیز لوبډلې په ټاکل شوي ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۳۱۱ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ګټې لپاره د ۳۱۲ منډو هدف وټاکو.

د افغانستان لخوا دولت ځدران ۲، سید شیرزاد، محمد نبي او راشد خان یو یو وکټ واخستو.

د ۳۱۲ منډو په حدف کې د افغانستان کېپتان ګلبدین ناېب تیزه لوبه پېل کړه او په دغه تیزۍ کې ډیر زر خپل وکټ د لاسه ورکړو. ګلبدین ناېب یواځې ۵ منډې جوړې کړې او د لوبې په دویم اوور کې وسوځید. د ګلبدین وروسته د افغانستان اوپنر رحمت شاه سره اکرام علي خیل په میدان غوره ملګرتیا وکړه او د دواړو تر منځه د ۱۳۰ منډو پارټنرشپ وشو.

دا په روان ورلډ کپ کې نه یواځې د افغانستان د دویم وکټ، په ټوله تر ټولو اوږد پارټنر شپ وو.

رحمت شاه نن یو وارې بیا غوره او محتاطه لوبه وکړه او په ۶۲ منډو جوړولو وسوځیدو. د رحمت شاه د اوټ کیدو وروسته د اکرام علي خیل سره نجیب الله ځدران هم ښه پارټنرشپ وکړو او د افغانستان منډې يې ۱۸۹ ته وروسولې.

د نن لوبې د افغانستان لپاره یوه ښه خبره د اکرام علي خیل ۸۶ منډې جوړول وو. دا په روان ورلډ کپ کې د یو افغان لوبغاړي لخوا تر ټولو زیاتې منډې وې.

اکرام علي خېل د کرېس ګېل لخوا اېل بي ډبلیو اوټ شو او ورپسې نجیب الله ځدران هم په ۳۱ منډو رن اوټ شو. وروسته بیا یواځې اصغر افغان یواځینی لوبغاړی وو چې د وېسټ انډیز د بالرانو مقابله يې وکړی شوه او په ۳۲ بالونو يې ۴۰ منډې جوړې کړې. اصغر افغان او د هغه وروسته نورو افغان لوبغاړو غوښتل چې د ۳۱۲ منډو هدف پوره کړي او تیزه لوبه يې کوله، نو ځکه يې وکټې هم زر وسوځیدلې. د افغانستان محمد نبي په ۲، سمیع الله شینواري ۶، راشد خان ۹ او دولت ځدران په ۱ رنز جوړولو وسوځید.

West-Indies-Afghanistan-03
West-Indies-Afghanistan-03

د افغانستان لخوا سید شیرزاد په اخیره کې په ۱۷ بالونو ۲۵ منډې جوړې کړې او په میدان موجود د افغانستان کرکټ مینه والو يې د لوبې ښه خوند واخستو. سید شیرزاد ۲ شپږیزې او ۲ څلوریزۍ وهلې او د لوبې په اخیري بال وسوځید.

د وېسټ انډیز لخوا کارلوس بریتوېت ۴، کېمرون روچ ۳ کرېس ګېل او تهامس یو یو وکټ واخستو.

که څه هم د افغانستان لوبډلې په روان نړیوال جام کې خپل ټولې لوبې وباېللې خو په دغه لولو کې د افغانستان لوبډله ورځ تر بله ښه شوې. نه یواځې په بالنګ د افغانستان بېټسمېنانو یا توپ وهونکو د نړیوال جام غوره لوبډلو سره تر اخیره سختې لوبې کړي. د هندوستان او پاکستان په شان لوبډلو د افغانستان نه ډیر په ګرانه او په کمو منډو خپل لوبې ګټلي.

XS
SM
MD
LG