د کرکټ نړیوال جام لپاره د غواروي سیالیو(ايي سي سي ورلډ کپ کوالیفاېر) دویم پړاو یا سپر سکس ته د وتلو وروستو د افغانستان کرکټ لوبډله سبا (پنجشنبې یا زیارت په ورځ) د وېسټ انډیز پرضد لوبیږي.
د زمبابوې په هرارې کرکټ سټیډیم یا لوبغالي کې کیدونکې دغه لوبه به د افغانستان په وخت د غرمې ۱۲ بجې پیل کیږي.
د راشد خان په مشرۍ یا کپتانۍ کې د افغانستان کرکټ ټیم دغه لوبه او د دویم پړاو نورې دواړه لوبې په ښو منډو یا رنز رېټ ګټلو وروستو د افغانستان سره د نړیوال جام لپاره د وتو امکانات شته.
که څه هم افغانستان په دغه سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې بایللې وې خو په خپله اخېرۍ لوبه کې نیپال له د ماتې ورکولو او بیا د نیپال لخوا هانګ کانګ ته ماتې ورکولو وروستو د افغانستان ټیم په ښه رن رېټ سپر سکس یا د ټورنامنټ دویم پړاو ته وتلی.
د کرکټ نړیوال کونسل یا ايي سي سي په ویب پاڼه په یو مضمون کې لیکل شوي، که څه هم په دغه سیالو کې د افغانستان پیل ښه نه وو خو سپر سکس ته وتل یوه لویه خبره ده. په دغه مضمون کې لیکل شوي د افغانستان ټیم سپر سکس (دویم پړاو) ته رسیدلی خو د وړاندې تګ لپاره به لوبډلې له په ګډه لوبه کول وي او پکار ده نور ټول بوج یواځې د محمد نبي په اوږو نه وي پروت.
په سپر سکس راونډ کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د وېسټ انډیز سره کوي. دغه لوبه به د افغانستان په وخت د غرمۍ ۱۲ بجې پیل کیږي. د افغانستان دویمه لوبه به د مارچ میاشتې په ۲۰مه د عرب اماراتو ، او دریمه د مارچ په ۲۳مه نېټه د اېیرلېنډ پرضد وي.
د اېي سي سي په ویب پاڼه د سپر سکس ټیمونو پواېنټس ټېبل یا د لمرو حساب څه په دې ډول دی:
وېسټ انډیز ۴
زمبابوی ۳
سکاټ لېنډ ۳
اېیر لېنډ ۲
افغانستان ۰
عرب امارات ۰
د مارچ په اتمه نېټه له هانګ کانګ نه د لوبې بیللو وروستو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان ویلي وو چې په لوبډله کې یې د محمد شهزاد او اصغر ستانکزي د نشتوالي له کبله کمۍ محسوسېږي.
راشد خان زیاته کړې وه د نړیوال کپ له غوراوي سیالیو څخه لا وتلي نه دي او اوس هم چانس ورسره شته، چې کامیابي تر لاسه کړي. راشد خان په مړاوي انداز وویل، داسې ښکاري چې هر یو څیز د دوی د توقع خلاف روان دی.
افغانستان پر سکاټلېنډ، زمبابوې او هانګ کانګ د غوراوي سیالیو لوبې بایللې، خو د مارچ په ۱۰مه نېټه يې د نیپال نه خپله لوبه ګټلې وه.