په شارجه کې د افغانستان او زمبابوی تر مېنځه روان کرکټ سیریز په لومړي یوه ورځنۍ لوبه کې هم افغانستان د غوره لوبې وروستو زمبابوی ته په ۱۵۴ زنرونو ماتې ورکړه.
د افغان لوبډلې په خپل لومړي بیټنګ کې ۳۳۳ منډې جوړې کړې. د افغانستان لخوا رحمت شا تر ټولو زیات ۱۱۴ زنزونه جوړ کړل او نجیب الله زدران په ۵۱ بالونو د ۵ چهکو او ۵ چوکو ۸۱ رنزونه جوړ کړل.
په ځواب کې د زمبابوی ټیم د افغانستان د غوره بالنګ مقابله وه نه کړی شوه او ټول ټیم يې په ۱۷۹ منډو جوړولو اوټ شول.
د افغانستان لخوه تر ټولو غوره بالنګ راشد خان ۴ او مجیب خان ۲ لوبغاړي اوټ کړي. د یوه ورځنۍ کرکټ ټورنامنټ دوېمه مقابله به د اتوار په ورځ، ۱۱ مه فرورۍ د شارجه په دغه میدان کیږي.