لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په خوست کې د ودونو زیات لګښت ځوانان اندېښمن کړیدي


ځوانان وايي، ددغو لګښتونو د پوره کولو لپاره دوی بهرنیو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره ځي او زیات وخت د دوی ټوله ځواني د پردي وطن په مزدوریو کې ختمه شي او جوني له واده مخکې په کورونو کې زړې شي

که څه هم د خوست قومي مشرانو او دیني عالمانو څه موده وړندې تر اوږدو بحثونو، جرګو او ناستو وروسته بالاخره د ټولو په خوښه د ښځې ولور درې لکه افغانۍ وټاکه چې نږدې شپږ زره ډالره کیږی خو عملي نه شو.

ځوانان وايي، ددغو لګښتونو د پوره کولو لپاره دوی بهرنیو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره ځي او زیات وخت د دوی ټوله ځواني د پردي وطن په مزدوریو کې ختمه شي او جوني له واده مخکې په کورونو کې زړې شي.

په وروستیو کې د خوست خیریه او ټولنیز بنسټ لخوا په ودونو کې د زیات لګښت او زیات ولور پرضد کمپاین پیل شوی.

د یادې ادارې مشر اختر ګل وفا پژواک خبري رسنۍ ته ویلي دي، ځوانان د زیات ولور او په ودونو کې د زیاتو لګښتونو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

ښاغلي وفا دا هم وویل، چې دوی د یوې داسې جینۍ د واده لپاره د یو نیم لک روپیو په ارزښت اړین توکي برابر کړیدي چې پلار یې په کوچنیوالي کې مړ شوی و او کورنۍ یې د واده کولو لپاره لګښت نه درلود.

د ناوې مور حنیفي ویلي چې لور یې خپل وراره ته ورکړې څوک چې په ښار کې مزدوري کوي او د واده د لګښتونو د پوره کولو وس او توان نه لري.

XS
SM
MD
LG