يو پوځي وياند وائي دافغانستان په لويديز ولايت هرات کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې شپږ افغان عسکر وژل شوي دي.
دجمعې په ورځ دافغانستان يو پوځي وياند نجيب الله نجيبي وئيلي دي چې تيره ورځ دهرات ولايت په ادرسکن اولسوالۍ کې يو گاډى دسړک دغاړې بم سره ټکر شوى چې له امله يې شپږ عسکر وژل شوي دي.
وياند زياتوي چې په دغه بمي چاؤدنه کې وژل شوؤ کې دوه افسران اؤ څلور سپاهيان شامل دي.
دپکتيکا ولايت دوالي وياند مخلص افغان وئيلي دي چې دزيارت په ورځ په جاني خيل اولسوالۍ کې يو ټريکټر په يو مائن ختلى چې له امله يې يو تن وژل شوى اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.
ټاکل شوې ده دافغانستان څخه امريکايي اؤ ائتلافي ځواکونه دکال٢٠١٤م څخه وتل پيل کوي خو دائتلافي ځواکونو له وتلو مخکې دافغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې په افغاني ځواکونو د بريدونو لړۍ چټک شوې ده.