لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندوز کې د طالبانو حملې د افغان صدر هند ته دوره ځنډولې وه


د افغانستان په شمال کې کندوز ولایت تاجکستان سره پوله لري. د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ولایت گورنر یا والي وویل جگړه کې وژل شوو طالبانو کې د تاجکو او چینچنو په شمول گڼ شمیر خارجي وسله والو وو
د افغانستان په شمال کې کندوز ولایت تاجکستان سره پوله لري. د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ولایت گورنر یا والي وویل جگړه کې وژل شوو طالبانو کې د تاجکو او چینچنو په شمول گڼ شمیر خارجي وسله والو وو

د افغانستان صدر اشرف غني د گل یا دوشنبې په ورځ د هندوستان په دوره تلونکی وو خو خپل سفر يي د هیواد په شمالي کندوز ولایت کې د طالبانو په پولیس او فوج د حملې په سبب د څو گنټو دپاره وځنډولو.

د جمعې په ورځ شورو شوي حمله کې په سلگونو طالبانو د پولیس او فوج په چیک پوسټونو یرغل کړی دی. طالبانو په جگړه کې د پرمختگ دعوه کړې ده او طالب ترجمان زبیح الله مجاهد په ټویټر خپل پیغام کې ویلي طالبان د کندوز یو بازار ته رسیدلې دي.

صدر اشرف غني هند ته تگ د څه وخت دپاره وځنډولو او په دغه وخت کې يي افغانستان کې د نیټو او امریکائي ځواکونو مشر جنرل جان کیمپلبل سره لیده کاته وکړل.

صدر اشرف غني بیا د گل یا دوشنبې په ماسپښین د هندوستان په سفر روان شو.


طالبانو اعلان کړی وو چې د جمعې د ورځ نه به پسرلې د موسم جنگ پیل کوي.

د افغانستان د داخله وزارت ترجمان صدیق صدیقي وي او ای ته ویلي کندوز ته د عسکرو اضافي دستې لیږلی شوي دي او حالاتو د قابو کولو دپاره په مناسب شمیره کې حکومتي ځواکونه سېمه کې موجود دي.

ترجمان وویل سېمې د پاکولو په کاروائي کې ۴٠ طالبان وژل شوي دي. هغه ددې خبرې تصدیق هم وکړو چې جگړه کې پنځه افغان عسکر هم وژل شوي. "د فکر څه خبره نشته ځکه چې افغان ځواکونه دښمن د ماتي ورکولو صلاحیت لري،" ښاغلي صدیقي وویل.

بلخوا، افغان مطبوعات وايي ولایتونو دپاره د افغان صدر خصوصي استازی احمد ضیا مسعود باندې په ختیز بدخشان ولایت کې د مارټر حمله شوي ده خو هغه ته څه نقصان نه دی رسیدلی. ددې میاشت په شورو کې بدخشان کې طالبانو سره په نښته کې شا او خوا ٢۴ افغان عسکر ووژل شوي وو.

د افغانستان په شمال کې کندوز ولایت تاجکستان سره پوله لري. د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ولایت گورنر یا والي وویل جگړه کې وژل شوو طالبانو کې د تاجکو او چینچنو په شمول گڼ شمیر خارجي وسله والو وو.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG