لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې ۳۰۰ ماشومان له خپلو بندي مېندو سره په زندان کې دي


د امریکا مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په روانه میاشت کې په افغانستان کې د ګردو بندیخانو جاج اخیستی او د بندیانو په ځانګړي توګه د ښځینه بندیانو په اړه یې یو تفصیلي راپور خپور کړی.

دا راپور د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ننۍ ګڼه (ډیسمبر ۲۴ نېټه) چاپ شویدی.

د راپور په سر کې راغلي دي چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له بندیخانو څخه د ۳۳ بندیخانو له چارواکو سره د نیویارک ټایمز د استازو د شویو مرکو څخه دا جوته شوېده چې په ګرد افغانستان کې ۳۳۳ ماشومان خپلو بندي مېندو سره په بند کې ژوند تېروي.

راپور لیکي چې د افغانستان په بندي خانو کې پرتې ښځینه بندیانې زیاتره د ټولنیزو جرمونو پر سر بندي شویدي.

پدې جرمونو کې د خپلو مېړونو څخه تښتېدل، د بد کارۍ کولو یا د بدکارۍ د تور لګېدو او یا په زور د ودېدو نه د انکار کولو غوندې جرمونه شامل دي کوم چې د دونیا په ډیرو هېوادونو کې جرمونه هډو نه ګڼل کیږي.

د یونیسف د عامه او د ټولنیزو اړیکو مشر ډی نایس شیپرډ جانسن نیویارک ټایمز ته ویلي چې د افغانستان په بندي خانو کې زیاتې ښځې په اخلاقي جرمونو باندې تورنې دي.

دی وایي، افغان میرمنې په زور له ودېدو وروسته جرمونه وکړي او بیا له همدې امله ورته سزا ورکول کیږي.

نیویارک ټایمز په خپل راپور کې په افغان بندیخانو کې پرتو بندي ښځو سره د دوی د بې ګناه بچیو د بند د ستونزمن ژوند د تیرولو د یادولو پر وخت لیکلي دي چې ددې ډول ماشومانو لپاره خپلو میندو سره بنديخانو کې د ژوند کولو څخه پرته بله چاره نه شته.

په کابل کې څلور داسې یتیم خانې دي چېرې چې له پنځو کالو څخه د پورته عمر ماشومان ساتل کیږي خو دغه څلور واړه یتیم خانې هم ډکې دي او نور ماشومان په کې نه ځایږي.

راپور زیاتوي چې د افغانستان د مختلفو ولایتونو بندیخانو څخه مېندو سره پراته یتیم بچي په مختلفو وجوهاتو د کابل یتیم خانو ته نه لیږل کیږي.

پدې سیمو کې یوه د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار هم دی.

په افغانستان کې د ښځو د چارو ریسه ناجیه نسیم وايي چې پدې لړ کې د ننګرهار ولایت له چارواکو سره زمونږ شوې خبرې اترې ناکامه شویدي.

د ننګرهار د ښځو په بندیخانه کې د روانې میاشتې په سر کې ۴۲ ښځي بندیانې دي.

له دوی سره خپل ۴۳ ماشومان هم د بند شپې تیروي. د بندیخاني واکمن محمد اصف وايي، پدې ماشومانو کې ۲۵ له پنځو کالو څخه د پورته عمر ماشومان دي.

پدې ماشومانو کې یوه ۱۱ کلنه مینا هم ده چې د ډیرو قتلونو مجرمې، عمر قید مور شیرین ګل سره بې ګناه د قید ژوند تیروي.

شیرین ګل له ځان څخه د خپلې ۱۱ کلنې لور مینا لیرې کولو ته تیاره نه ده.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي چې د افغانستان په کندهار ولایت کې مشهوره بندیخانه کې ۲۲ ماشومان او د هلمند د ښځو په زندان کې ۱۲ ماشومان له خپلو بندي میندو سره د بند ژوند تیروي.

په هرات ولایت کې ۱۵۲ ښځې له خپلو ۴۰ ماشومانو سره بندي پرتې دي.

د افغانستان په سرښار کابل کې د پولېچرخي د مشهور زندان د ښځو په برخه کې ۵۳ ښځې دي چې له پنځو کالو څخه پورته خپل ۲۵ بچي هم ورسره بند تیروي.

نیویارک ټایمز د خپل راپور په ورستیو کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د انساني ژوند په هرې برخه کې د مرستو ستر پروګرامونه روان دي خو ښځینه بندیانو سره د بې ګناه بچو په قید کې د ژوند تیرولو غم لړلې ستونزې ته خپل پام څوک هم نه اړوي.

غربي حکومتونو، نړیوالو ادارو او افغان حکومت که څه هم د ماشومانو د خوندیتوب عملي پروګرامونه جوړ کړیدي خو دا تش په نامه دی او نه پلی کیږي.

XS
SM
MD
LG