لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اففانستان:‌ ایران په یزد ایالت کې د افغان کډوالو په موټر د برید مسولیت منلی


دا پېښه داسې مهال مخې ته راغلې چې څو اوونۍ مخکې د ایران او افغانستان ترمنځ‌ په سرحد کې په یوې بلې پېښې کې 12 افغانان مړه شول، 17 یې لا هم ورک دي‌ او 17 نور یې ژوبل شول
دا پېښه داسې مهال مخې ته راغلې چې څو اوونۍ مخکې د ایران او افغانستان ترمنځ‌ په سرحد کې په یوې بلې پېښې کې 12 افغانان مړه شول، 17 یې لا هم ورک دي‌ او 17 نور یې ژوبل شول

افغان چارواکي‌ وايي‌ چې ایراني چارواکو د ایرن په یزد ایالت کې د افغان کډوالو په موټر د ډزو مسولیت منلی دی او ژمنه یې کړې چې له عاملینو سره به یې قانوني ‌چلند کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې - اتوار په ورځ د جون اوومه په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې د ایران د یزد ایالت چارواکو په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال ته ډاډ ورکړی دی چې د ایران عدلیه او قضايي ځواکونه به دا پېښه څېړي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ایران کې د افغانستان سفیر د یکشنبې-اتوار په ورځ په دوهمه ورځ د افغان مهاجرینو د موټر سوځولو پیښې په اړه د ایران یزد ولایت چارواکو سره خپلو غونډو ته دوام ورکړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیان کې ویلي وو چې د ایران په مرکزي یزد ولایت کې درې افغانان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي کله چې د دوی موټر د ایراني پولیسو لخوا په ډزو وویشتل شو او اور په ولګیدو.

په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال تیره شپه امریکا غږ ته ویلي وو چې یاد افغان کډوال په قاچاقي ډول ایران ته تلل چې پولیسو د هغوی له امر څخه تر سرغړونې وروسته پر یاد موټر ډزې کړي.

په ټولنیزو رسنیو یا سوشل میډیا کې خپره شوې ویډیو فوٹیج ښیې چې د اور لګیدلي موټر نه یو هلک چې د بدن ځینېبرخې یې سوځېدلی ځان ژغوري او د اوبو غوښتنه کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ویډیو سمه ده او په ایران کې افغان چارواکي د قربانیانو پیژندلو هڅې کوي.

د هلک غوښتنه چې "ما ته لږې اوبه راکړه ، وسوځېدم" په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې خپوره شوی او د بشري حقونو ډلو او د مدني ټولنی لخوا د پېښې غندنه او د پلټنو غوښتنه شوې ده.

افغانانو په ټولنیزو رسنیو د ایراني پولیسو لخوا د افغان کډوالو ګاډي د ډزو وروسته دسوځېدوپه پیښی په پراخه کچه غندنه کړی.

دا پېښه داسې مهال مخې ته راغلې چې څو اوونۍ مخکې د ایران او افغانستان ترمنځ‌ په سرحد کې په یوې بلې پېښې کې 12 افغانان مړه شول، 17 یې لا هم ورک دي‌ او 17 نور یې ژوبل شول. افغان چارواکي وايي د ایران سرحدي پولیسو په دغې پېښې کې 46 افغان کډوال د هریردود سیند ته ګوزار کړي‌ وو.

له افغان کډوالو سره د ایراني امنیتي سرتیرو ناوړه چلند په افغانستان کې دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوی دی.

ایران وايي چې خواوشا 2.5 میلینه افغان کډوال په قانوني او غیر قانوني توګه هلته ژوند کوي.

خو ایران ادعا کوي چې هر کال پنځه لکه افغانان په غیر قانوني ډول دغه هیواد ته په قاچاقي ډول تګ کوي چې د هغه هیواد سرحدي سرتیري یې پر وړاندې قانوني چلند کوي.

یادونه: د رپورټ زیاته برخه د وي او اې اشنا ویب پاڼه نه اخیستل شوی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG