لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان: افغان حکومت 98 طالب بندیان د څرخي پله له زندان څخه خوشې کړي


د افغانستان حکومت د 98 طالب بندیانو یوه ډله د سولې د هلو ځلو او د کرونا وایرس پرضد روانه مبارزه کې د مرستې په خاطر خوشې کړې.

د افغانستان ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل ویلي چې دغه بندیان د خالي / شنبې په ورځ د څرخي پله له زندان نه خوشي شوي دي.

ښاغلي فیصل د اتوار / یکشنبی په ورځ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: " د ولسمشر اشرف غني د فرمان په تعقیب ، 98 تنه طالب بندیان د دوی د عمر ، روغتیا او پاتې قید د مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کوویډ 19- پرضد زموږ مبارزی د برخې په توګه تیره ورځ (د می دویمه) خوشي شول ."

د دغو بندیانو د خوشې کیدو سره تر دې دمه د افغان حکومت لخوا د ازادشوو طالب بندیانو شمېر 650 تنو ته رسېدلی چې د ملي امنیت شورا په وینا ټاکل شوې 850 نور طالب بندیان هم ازاد شي.

طالبانو هم وړمه ورځ په کندز ولایت کې 46 بندیان ازاد کړي چې د ملي امنیت شورا په وینا 39 یې افغان امنیتي ځواکونه وو.

د ملي امنیت شورا د طالبانو لخوا د بندیانو د خوشي کولو هر کلی کړی او هغه یې د سولې په لور یو مهم ګام ګرځولی.

طالبانو هم ویلي چې دوی هڅه کوي چې د کرونا وایرس نه د خوندیتوب په هدف د بندیانو ازادولو بهیر ګړندۍ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خالي په ورځ یو ځل بیا د طالبانو او افغان حکومت نه وغوښتل د بین الافغاني خبرو پیلېدو او تلپاتې اوربند ټینګېدو په هدف د بندیانو ازادولو او اورکم په اړه هڅې ګړندۍ کړي.

خلیلزاد د خالي په ورځ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي : "طالبان او دولت دواړه دې دبندیانو ازادولو او د تاوتریخوالي کمیدو لپاره خپل کوششونه ګړندي کړي او دا دبین الافغاني مذاکراتو او د دایمي او هراړخیز اور بند لپاره تر ټولو ګړندۍ لار ده".

افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو د سولې د تړون یوه برخه ده.

طالبانو او امریکا د فرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې د سولې تړون لاسلیک کړی، چې له مخې طالبانو پر امریکایي او بهرنیو ځواکونو د بریدونو نه کولو ژمنه کړې وه او ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو تر تبادلې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي، خو دغه مذاکرات د بندیانو په اړه د اختلاف له کبله ځنډېدلي دي.

XS
SM
MD
LG