لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اففانستان ملي امنیت شورا: طالبانو دوو اونیو کې 89 ملکې وګړي وژلي


افغان چارواکي وایي د وسله والو طالبانو په بریدنو کې په تېرو دوو اوونیو کې 89 ملکې وګړي وژل شوي او 150 نور د افغانستان په بیلا یبلو ایالاتونو کې ژوبل شوي دي.

طالبانو په یوه خپور کړل شوي بیانیه کې د افغان حکومت ادعا رد کړی ده او او دا خبر یې پروپیګنډا ګرځولی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د خالي – شنبې په ورځ په خپل ټوئټر پاڼه لیکلي: ”پداسې حال کې چې حکومت د سولې مقصد پرمختګ ته دوام ورکوي ، طالبانو د اختر په موقعه او ورپسې اونۍ کې د افغان ولس په وړاندې د تاوتریخوالي کمپاین ته دوام ورکړی. په تیرو دوو اونیو کې ، دوی په 29 ایالتونو کې 89 ملکي وګړي وژلي او 150 تنه یې ټپیان کړي دي. “




جاوید فیصل د خالي – شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دغه تلفات د هیواد په 34 ولایتونو کې په 29 کې شوي او کابل او کندهار د نورو ولایتونو په پرتله ډیر تلفات لیدلي.

د ملي امنیت د شورا د ویاند د ادعا له مخې ملکي خلکو ته دا شمېر تلفات د سړک د غاړې د ماینونو په چاودنو او د طالبانو په مخامخ جګړو کې پیښ شوي دي.

وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تیره میاشت د کوچني اختر په موقعه درې ورځنی اوربند وکړو او په عمومي ډول له هغه وروسته په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی راکم کړ تر څو د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي: " ملکي تلفات په داسې حال کې پیښ شوي چې د تیر په پرتله په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره هڅې زیاتې شوي دي او د موافقې له مخې باید مسلمان وژنه او افغان وژنه پای ته ورسیږي".

په افغانستان کې د ښکیلو غاړو ترمنځ په نښتو کې اکثره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي "یوناما" د 2020 کال د لومړیو دریو میاشتو په راپور کې د لومړیو دریو میاشتو د ملکي تلفاتو د 55 فیصده مسولیت پر طالبانو اچول شوی او د 32 فیصدو مسولیت په افغان حکومت ځواکونو اچول شوی دی.

د ملي امنیت شورا د ملکي تلفاتو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تیره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال د کابل د شیرشاه سوري په جومات کې د ماین د چاودنې له امله د دغه جومات امام او خطیب مولوي عزیزالله مفلح د درې نورو لمونځ کوونکو سره ووژل شو او نهه تنه نور ژول شول.

تراوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په یوولسو ورځو کې دویم بمي برید دی چې د کابل په جوماتونو کې کېږي، د جون پر ۲مه هم د کابل په وزیراکبر خان جومات کې چاودنې د مسجد امام مولوي محمد ایاز نیازی او یو لمونځ کوونکی وژلي او دوه یې ټپیان کړي وو چې ذمه واري یې داعش ډلې منلې وه.

یادونه: د خبر ځینې برخه د وي او اې اشنا نه اخستل شوی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG