د افغانستان حکومت ویلي چې طالبانو په دې وروستیو کې د تمې خلاف تاوتریخوالی ډیر کړی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د اففانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د اتوار - یکشنبې په ورځ په کابل کې په یو ګډ خبري کانفرنس کې وویل چې طالبانو لخوا ترسره شوي یواځې د تیرې اونۍ په بریدونو کې د 400 نه زیات افغان امنیتي عسکرو او منسوبینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طارق ارین وویل: "په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په 29 ولایتونو کې وسله والو طالبانو 222 حملې کړي، چې د دی حملو په نتیجه کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو 422 سرتیري شهیدان او ټپیان شوي دي".
د هغه پر وینا د دوحې له تړون وروسته طالبانو په افغانستان کې 3500 نه زیات بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې زرګونو ملکي افغان وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی په طالبانو تور پورې کړو چې دیني عالمان په نښه کوي ترڅو په افغان حکومت "ذهني فشار" راولي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په دغه کانفرنس کې وویل چې طالبانو "له اوربند او اورکم نه ناوړه استفاده" کړې او له دې فرصت نه په استفادې یې خپل بریدونه لا زیات کړي دي.
د اففانستان د امنیت شورا د خالي په ورځ ویلي وو چې د طالب وسله والو په بریدونو کې په تیرو دوو اونیو کې 89 ملکي وګړي وژلي او 150 یې ټپیان کړي دي.
دا تورونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې افغان حکومت او طالبانو داسې اشارې ورکړی چې دوی د سولې بین الافغاني خبری چې ډیر وخت نه د ځنډ ښکار دي پیل کولو ته نږدی شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وویل چې افغان حکومت د سولې په نیت د طالب بندیانو خوشې کولو ته دوام ورکوي او د ولسمشر اشرف غني د فرمان په اساس به دوه زره نور طالب بندیان هم د زندانونو نه خوشې شي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په 29مه فرورۍ قطر کې د طالبانو اؤ امریکې ترمنځ دسولې تړون شوی ؤ چې په دغه تړون کې راغلي افغان دولت به د طالبانو پینځه زره بندیان خوشې کوي اؤ طالبان به هم ددې په مقابل کې دافغان دولت زر تنه بندیان له زندانونو خلاصوي.
افغان حکومت وایي چې تراوسه یی خواوشا 3,000 طالب بندیان خوشې کړي او طالبانو 460 بندیان ازاد کړي دي. د تړون ترمخه به امریکا 14 میاشتو کې اففانستان نه خپل ټول ځواکونه وباسي.