لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روسي خارجه وزیر: امید دی د ماسکو غونډه به بېن الافغان مذاکرت په وړاندې بوځي


په ۲۰۱۸ کې هم ماسکو د افغانستان په موضوع غوڼده کړې وه چې پکې د افغان حکومت استازي او طالبان ناست وو

د افغان حکومت او د طالبانو د امن په خبرو کې د جمود ختمولو په غرض د روس سرښار ماسکو کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ غوڼده وشوه چې پکې د افغان حکومت، طالبانو او امریکې ترڅنګ چین او پاکستان هم شرکت وکړو.

د یو ورځنۍ غونډې د پرانېستلو په موقع د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د روس خارجه وزیر سرګی لاورو وویل "مونږ امید کوو چې د نن ورځې خبرې به په بېن الافغان خبرو کې پرمختګ ترلاسه کړي."

رویټرز خبري اداره وايي د ماسکو غوڼده په داسې حال کې کېږي چې امریکا او روس په افغانستان کې د موقتي حکومت جوړولو دپاره کوښښونه کوي.

زلمی خلیلزاد او د عبدالله عبدالله د ماسکو په غوڼده کې شرکت وکړو
زلمی خلیلزاد او د عبدالله عبدالله د ماسکو په غوڼده کې شرکت وکړو

رپورټ وايي امریکې دا مهال خپله زیاتره توجه د ځنډ ښکار بېن الافغان مذاکراتو نه په سیمه اییز ملکونو کې ملاقاتونو ته اړولي ده چې دا ډول افغان صدر اشرف غني، طالبان او نور افغان سیاسي مشران په یو موقتي حکومت جوړولو متفق کړي.

په افغانستان کې د موقتي حکومت تجویز امریکې وړاندې کړی چې هدف یه د انتخاباتو او د نوي ايين د جوړېدو سرپرستي کول دي.

د ماسکو په غوڼده کې به په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازی زلمی خلیلزاد برخه اخلي.

د پاکستان او چین د استازو ترڅنګ طالبان او د افغانستان د مصالحاتي عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د افغانستان پخوانی صدر حامد کرزی او ځینې نور افغان سیاسي مشران ماسکو ته رسېدلي دي.

د ماسکو په غوڼدې کې د طالبانو د پلاوي مشري ملا عبدالغني بردار کوله.

د رویټرز رپورټ وايي ښاغلی خلیلزاد کوښښ کوي چې د مجوزه موقتي حکومت او د ډز بندۍ دپاره حمایت راجوړ کړي.

امریکايي مامورینو ویلي د صدر جوبایډن حکومت د امریکې او طالبانو سره شوي معاهدې ته بیا کتنه کوي.

د امریکې ای بي سي ټېلې وژن سره مرکه صدر بایدڼ ویلي د افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو وتل د می په لوړمۍ نېټې کېدی شي خو ګرانه به وي.

افغان طالبانو د امریکا د صدر جو باېډن بیان ته خپل غبرګون کې ويلي چې د افغانستان نه د ځواکونو په ویستلو کې د پاتې راتلو په ترڅ کې امریکا د سختو پاېلو سره مخ کیدی شي.

حامد کرزی
حامد کرزی

په افغانستان کې د امن په غرض امریکې په ترکي کې غونډې تجویز کړی و. دغه غونډه په ترکي کې د اپرېل په میاشت کې کېدونکي ده.

او زلمي خلیلزاد تجویز کړی چې ملګري ملتونه دي د کال ۲۰۰۱ د جرمني د بون غوڼدي په ډول د افغانستان په اړه د سیمه اییزو ملکونو د سر مشرانو غونډه راجوړه کړي.

د طالبانو د واک نسکورېدو وروسته د بون په غونډه کې افغانان د موقتي حکومت په جوړولو متفق شول.

رویټرز د سفارتي سرچینې له قوله وايي امریکا او روس په افغانستان کې د موقتي حکومت په جو ړېدو متفق دي.

رویټز وايي صدر اشرف غني د موقتي حکومت مخالفت کوي خو د نهې، سه شنبې، په ورځ یې په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې که چېرې طالبان تیار وي نو سبا انتخاباتو ته تیار دی. "خو له ټاکنو پرته خپل ځایناستي ته د واک لېږد ته حاضر نه یم."

ځينې څېړونکي پوښتنه کوي چې ایا موقتي حکومت د کامیابۍ امکان هم لري او که نا؟

رويټرز وايي د طالبانو یو مشر ويلي په موقتي حکومت به کې شرکت نه کوي خو د هغه د متبادل حمایت کوي. طالب مشر دا هم رویټرز ته وویل چې د امریکې دا خواست یې در کړی چې امریکايي ځواکونه دې د اپرېل د میاشت نه وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

د طالبانو ترجمان په دې اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه.

ملا عبدالغني برادر
ملا عبدالغني برادر

رویټرز وايي دریو سفارتي سرچینو ورته ویلي چې امریکې په افغان صدر اشرف غني فشار زیات چې د موقتي حکومت د جوړېدو تجویز ومني.

د امریکې خارجه وزارت رویټرز ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

خبري ادارې د مذاکراتو په اړه معلومات لروونکي سرچینې له قوله ویلي چې طالبان غواړي چې د فقهاو یوه شورا دې د صدر سرپرستي کوي، په حکومت کې نیمايي چوکۍ دې طالبانو ته ورکړي او طالبانو ته دې د صدر د نامزد کولو موقع هم وکړی شي.

د اشرف غني ترجمان په افغان ولسمشر د امریکې د فشار خبره رد کړې او ويلي یې دي چې هغه د امریکې سره د احترام تعلق لري او دا چې هیڅ فشار به افغان په دې مجبور نه کړی شي چې غېر منتخب موقتي حکومت ومني.

امریکا او روس په افغانستان کې د موقتي حکومت د قیام حمایت کوي.

رویټرز وايي ایران د ماسکو په غونډه کې شرکت نه کولو خو ویلي یې دي چې په افغانستان کې د موقتي حکومت ملاتړ کوي.

د ماسکو په غونډې کې ای پي وايي د روس خارجه وزیر سرګی لاورو په افغان حکومت او طالبانو غږ وکړو چې مفاهمت ته د رسېدو په خاطر دې مثبته رویه خپله کړي. هغه وویل د افغانستان یوازې د خبرو او د جوړ جاړي دلارې هوارېدلی شي.

XS
SM
MD
LG