لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اختر مینګل د تحريک انصاف ایتلافي حکومت نه د وتلو اعلان کړی


مینګل ویلي چې تحریک انصاف ګوند د 2018  کال ټاکنو وروسته د حکومت جوړولو او وروسته بیا د ولسمشرۍ ټاکنو په وخت د دوی ګوند سره دوه تړونونه لاسلیک کړي  خو د تړون په یو ټکي پا شرط هم عمل نه دی شوی
مینګل ویلي چې تحریک انصاف ګوند د 2018  کال ټاکنو وروسته د حکومت جوړولو او وروسته بیا د ولسمشرۍ ټاکنو په وخت د دوی ګوند سره دوه تړونونه لاسلیک کړي  خو د تړون په یو ټکي پا شرط هم عمل نه دی شوی

د بلوچستان نيشنل پارټۍ مينګل مشرسردار اختر مينګل د شورو - چهارشنبې په ورځ د واکمن تحريک انصاف حکومت سره اتحاد ختمولو او خپل ګوند د حکومت نه بیلولو اعلان کړی. سردار اختر مينګل دغه اعلان د بجټ دپاره جوړه شوي د قامي اسمبلۍ په غونډه کې وکړو، او وویل چې دغه ګام د تحريک انصاف حکومت د دوی ګوند سره شوي شپږ نکاتي تړون باندې په عمل کولو کې د پاتې راتلو له امله کوي.

د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې د بي اين پي – ايم مشر مینګل وویل: "زه په رسمي ډول اعلان کوم چې زموږ ګوند د تحریک انصاف سره خپل اتحاد پای ته رسوي. موږ به په پارلېمان کې موجوو وو او د مسلو په اړه به خبرې کوو."

مینګل زیاته کړه چې تحریک انصاف ګوند د 2018 کال ټاکنو وروسته د حکومت جوړولو او وروسته بیا د ولسمشرۍ ټاکنو په وخت د دوی ګوند سره دوه تړونونه لاسلیک کړي خو د تړون په یو ټکي پا شرط هم عمل نه دی شوی.


"که چیرې زموږ غوښتنې غیرقانوني او غیر ائیني وې نو موږ بیا حتی د مرګ سره هم مخ کیدو ته تیار یو. خو بیا ټول هغه کسان چې په دې تړونونو یې خپل لاسلیکونه کړي باید هغه هم دغه سره مخ شي."

د 2018 کال د ټاکنو وروسته د سردار اختر مينګل په مشرۍ کې بلوچستان نيشنل پارټۍ د تحریک انصاف ګوند سره د شپږ نکاتي ايجنډا باندی د عملو کولو باور ورکولو وروسته د اتحاد کولو اعلان کړی وو.

د بي این پي - مینګل او تحریک انصاف ترمنځ د اتحاد لپاره د اګست په میاشت کې د شپږ نکاتي تړون لاسلیک کړی وو. په دغه تړون کې دا شپږ ټکي شامل وو:

په دې شپږ نکاتي ايجنډا کښې بلوچستان صوبه کښې د بې درکه تنانو د مسلې دهواري غوښتنه هم شامله وه.

نیشنل ایکشن پلان د عملي کولو غوښتنه

په مرکزي حکومت کې د بلوچستان لپاره د شپږ فیصده کوټه یا برخه باندې عمل کول

د افغان کډوالو د سمددستي بیرته لیږل

په بلوچستان کې د اوبو شدید کړکیچ د هواري لپاره د اوبو بندونو یا د ډیمونو جوړول

مینګل اسمبلۍ ته د بې درکه کسانو دوه جلا لیسټونه وړاندې کړل. هغه وویل چې په دې لیستونو کې د 18 کسانو نومونه شامل دي چې تر دې دمه ترلاسه شوي دي او په بل کې د خواوشا 500 کسانو نومونه دي چې د تحریک انصاف سره د تړونونه لاسلیک کولو وروسته ورک شوي دي.

ښاغلي مینګل ادعا وکړه: "په بلوچستان کې د نظم او قانون وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او د مرګونو ډله بیا فعاله شوې ده."

د بشري حقونو غیر دولتي سازمانونه اؤ بلوڅ سیاسي اؤ قامي مشران تور لګوي چې د بلوچستان نه په زرګونو کسان امنیتي ادارو په ناقانونه توګه پورته کړي چې دمړي ژوندي یې هیڅ درک نه لګي.

خو د پاکستان حکومت اؤ پوځ دا تورونه ردوي اؤ وایي چې په لادرکه کسانو کې زیات شمیر موندل شوي اؤ کوم چې پاتې دي دهغوئ دموندنې دپاره هڅې روانې دي.

د بلوچستان نيشنل پارټۍ په قامي اسمبلۍ کې څلور غړي یا ممبران دي او په سینټ کې یو غړی لري. د رپوټونو ترمخه په قامي اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف او ایتلافیانو د بي اين پي- ایم د حکومت نه د بیلیدو وروسته 182 غړي پاتی شوي دي.

د پاکستان د وزیراعظم جوريدو او حکومت جوړولو لپاره د کم نه کم د اسمبلۍ 171 غړو مرسته ترلاسه کول پکار وي. د تحریک انصاف په قامي اسمبلۍ کې 156 غړي لري او ورسره په ايتلاف کې شامل ایم کیو ایم اووه ، مسلم لیګ (ق) پنځه ، د بلوچستان عوامي پارټي پنځه ، گرینډ ډیموکراټیک اتحاد (جی ډي اے) درې او جمهوری وطن پارټۍ (جے ډبلیو پي) او عوامي مسلم لیګ یوه څوکۍ لري. حکومتي اتحاد ته څلور ازاد غړو مرسته هم ترلاسه ده.

له بلې خوا اپوزیشن 156 څوکۍ لري ، چې پاکستان مسلم لیګ نواز 84 څوکۍ ، د پاکستان پیپلز پارټۍ 55 ، متحده مجلس عمل پاکستان 16 او عوامي نېشنل پارټۍ یوه څوکۍ لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG